لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قطر کې نن بیا خبرې پیلیږي، خو صدر بایډن وایي په غزه کې د ډزبندي تړون به په ګرانه کیږي


امریکې، مصر او قطر په غزه کې د ډزبندۍ لپاره بیا هڅې ګړندۍ کړې دي چې اسرایل او حماس یو تړون ته سره ورسوي، خو د امریکې صدر جو بایډن وايي، په غزه کې د سولې هدف په زیاتېدونکي ډول نه تر لاسه کېدونکی ښکاري.

صدر بایډن د سه شنبې- نهې په ورځ له خبریالانو سره خبرې کولې او په دې مهال ترې وپوښتل شول چې ایا د ډزبندۍ او یرغمل کسانو د خوشي کولو تړون ډېر په یو لرې امکان بدلیږي که څنګه؟ هغه وویل، "دا معامله سختیږي".

منځني ختیځ ته د امریکې د اضافي پوځي وسایلو له لېږلو سره سره، بایډن او د هغه چارواکي د خبرو اترو هڅه کوي چې ټاکل شوې ده نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ د قطر په پایتخت دوحه کې له پلان سره سم پیل شي.

حماس د چارشنبې- شورو په ورځ وویل، دوی به په قطر کې په غزه کې د ډزبندۍ لپاره د نوي پړاو په خبرو کې برخه نه اخلي، خو له خبرو اترو خبر یوه چارواکي وویل تمه ده چې منځګړي به وروسته له دې فلسطیني ډلې سره مشوره وکړي.

ډزبندۍ ته رسېدل یو بنیادي ګام کڼل کیږي چې د حماس د مشر اسماعیل هنیه د وژنې په غچ کې پر اسرایلو د تهران د ممکنه برید مخنیوی وکړي. اسرایل د هنیه د وژنې ذمه واري پر غاړه نه ده اخیستې خو ایران، حماس او د اسلامي همکارۍ تنظیم اسرایل د هغه د وژنې ذمه وار ګڼي.

صدر بایډن وویل تمه لري چې که په راتلونکو څو ورځو کې یو تړون ته ورسیږي ایران به خپل برید ودروي.

په غزه کې د اسرایل او حماس تر منځ د جګړې او په لبنان کې د اسرایل او حزب الله تر منځ د پولې په شاوخوا کې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي له کبله امریکا او لوېدیځ ویره لري چې د ایران لوی برید به په منځني ختیځ کې پراخې شخړه جوړه کړي.

امریکا وایي په دوحه کې د نامخامخ خبرو په نتیجه کې د ډزبندۍ تړون لا هم ممکن دی او خبرداری ورکوي چې په منځني ختیځ کې د پراخې جګړې د مخنیوي لپاره سمدستي پرمختګ ته اړتیا ده.

د امریکې د اکسیوس خبري ادارې د رپوټ له مخې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن منځني ختیځ ته خپل سفر ځنډولی چې تمه کېده د سه شنبې- نهې په ورځ پیل شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کېرین ژان پېر خبریالانو ته وویل، د سي آی اې مشر ویلیم برنز او د منځني ختیځ لپاره د امریکې استازی بریټ میک ګرک به د پنجشنبې- زیارت په ورځ په قطر کې په خبرو کې د واشنګټن استازیتوب وکړي.

د ایران درو اعلی چارواکو ویلي دي چې یواځې په غزه کې د ډزبندۍ تړون به ایران په خپله خاوره کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو په غبرګون کې له اسرایل څخه د غچ اخیستو مخه ونیسي.

د اسرایل د حکومت ویاند ډیویډ مینسر خبري رسنیو ته د معلوماتو ورکولو په وخت وویل، "اسرایل به پر ټاکل شوې نېټه یعنې سبا د اګست پر 15مه د خبرو اترو لپاره خپل ټیم ولېږي چې د تړون د چوکاټ عملي کېدو جزیاتو ته وروستی شکل ورکړي."

د اسرایل د دفاع وزارت یوه چارواکي ویلي، په دغه پلاوي کې د اسرایل د استخباراتو مشر ډېوېډ بارنیا، د هېواد د کورني امنیت د ادارې مشر رونن بار او د پوځ د یرغمل نیوونکو مشر نیتزان ایلون شامل دي.

حماس د غزې د ډزبندۍ پر خبرو شک څرګند کړی او پر اسرایل یې د خبرو ځنډولو تور پورې کړی دی. د اسرايل وزيراعظم بنيامين نتنياهو وايي، د حماس نوی مشر يحيي سنوار د تړون په مخ کې اصلي خنډ دی.

د حماس یوه اعلی چارواکي سمیع ابو زهري رویټرز ته ویلي، "په نویو خبرو اترو کې ګډون کول قبضه ګر ته اجازه ورکوي چې نوي شرایط وړاندې کړي او د مذاکراتو له ګډوډۍ کار واخلي چې نور قتل عام وکړي".

په خبرو اترو کې د حماس نشتوالی د ډزبندۍ پر لور د پرمختګ چانسونه ختموي ځکه چې د دې ډلې مشر مرکچي خلیل الحیا په دوحه کې دی او دا ډله له مصر او قطر سره خلاص چینلونه لري.

د حماس یوه بل چارواکي ویلي، پریکړه یې کړې چې په خبرو کې برخه نه اخلي ځکه چې وایي مشران یې فکر کوي د اسراییل حکومت د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو په مشرۍ په ښه نیت خبرې نه کوي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG