د امریکې په اینده صدارتي انتخاب کې په ساوت کېرولاینا ریاست کې د مېشت افریقايي امریکایانو حمایت ترلاسه کولو په غرض صدر جوبایډن په هېواد کې د نسل پرستۍ په موضوع خبرې وکړې او ويې وېل د سپين پوستو نسل پرستي "زهر" دي.
د چارلسټن ښار په مدر اېمېنوېل اېفرېکن مېتوډېسټ اېپېسکوپل چرچ کې د ګل، دوشنبې، په ورځ غونډې ته تقریر کې بایډن وویل دې ملک د نسل پرستۍ د "زهر" د سوري لاندې ډیر وخت تېر کړو.
بایډن پوښتنه وکړه چې دغه "زهر څه دی... دا د سپين پوستو برتري ده." هغه وویل دغه زهر ملک د تقیسم سره مخامخ کړی دی "دا په امریکا کې ځای نه لري. نه اوس، نه سبا یا هیڅ کله."
بایډن وړمبی صدر دی چې په امریکا کې د تورپوستو د ټولو نه زړې او تر ټولو مقدسې کلیسا کې یې تقریر وکړو. په ۲۰۱۵ کې د دوو سوو کلونو نه زړې کلیسا کې دننه یو سپين پوستي نسل پرست تن نهه کسان په ډزو ووژل چې په کې د چرچ یو مشر هم شامل و.
د خونړۍ پېښې وروسته، د هغه وخت د ساوت کېرولاینا ریاست ګورنرې او په اینده صدارتي انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ امېدوارې نيکې هېلي د ریاست د قانون ساز ودانۍ دپاسه نه کنفېډرېټ بېرغ لرې کړو. دغه بېرغ په امریکا کې د غلامۍ او د سپين پوستو د نسل پرستۍ علامت ګڼل کېږي.
په کلیسا کې د خپل تقریر په مهال بایډن په غېر مستقیم ډول د هېلي په دې فکر هم تنقید وکړو چې په امریکا کې خانه جنګې د غلامۍ په سر د اختلافاتو نتیجه نه وه.
بایډن وویل هغه خلکو ته دا خبره واضحه کول غواړي چې معلومه ورته نه وي چې غلامي د خانه جنګۍ سبب او په دې اړه بحث نه شي کېدلی.
دي هېل نومې خبري ادارې ترمخه، د ګل، دوشنبې، په ورځ په ایوا ریاست کې یوې جلسې ته خبرو کې هېلې د خانه جنګۍ په اړه د هغې په دریځ د بایډن خبرې رد کړې او ویې وېل هغه په خپلو سیاسي هلو ځلو کې د نسلي تعصب خبرې کړي دي.
د سږ کال د نومبر په میاشت کې کېدونکي انتخاب کې بایډن د واکمن ډېموکرېټېک پارټۍ نه د صدارت بیا اميدوار دی. په ساوت کېرولاینا کې به د ډېموکرېټېک پارټۍ دننه د صدارتي امیدوار غوره کولو دپاره ووټونه یا پرایمري د فېبرورۍ په دریمه نيټه ټاکل شوي دي. د بایډن ترڅنګ نه علاوه د دوو نورو امیدوارانو نومونه به هم په بېلېټ یا ووټ موجود وي.
د هېلي ترڅنګ پخوای صدر ډانلډټرمپ او ځینې نور امیدواران په صدارتي انتخاب د ريپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ خواهش مند دي. د پارټۍ دننه د امیدوار غوره کولو دپاره وړمبي ووټونه یا وړمبۍ پرایمري به د جنورۍ په ۱۵ نېټه په ایوا ریاست کې کېږي. نظر پوښتنې د مقبولیت په لحاظ ټرمپ د ريپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ د نورو امیدوارانو نه مخکې ګنل کېږي.
Forum