لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي انتخاباتو کې باېډن مخکې خو د ځینو ایالتونو نتېجې لا پاتې دي


امریکايي مطبوعاتو تیره شپه اټکلونه کړي چې پخواني ناېب صدر جو باېډن په امریکايي‌ انتخاباتو کې د سختې مقابلې په ایالتونو میشیګن او وسکانسن کې انتخابات ګټلي چې ورسره جو باېډن د انتخاباتو ګټلو ته نژدې شوی.

تیر مازیګر جو باېډن ویلي: ٫٫ ځه دلته دا اعلان نه کوم چې مونږ انتخابات وګټل، خو ځه دا خبره رپورټ کول غواړم چې کله ټول ووټونه وشمارل شي، زما یقین دی چې مونږ به ګټونکي یو.٬٬

که باېډن د وسکانسن او میشیګن په شان په نېواډا او ایریزونا کې هم انتخابات وګټي نو بیا د صدراتي ټاکنو ګټې لپاره پکار ۲۷۰ الیکټورل ووټونو ته رسیدلی شي. په کال ۲۰۱۶م کې د نیواډا نه علاوه ایریزونا، وسکانسن او میشیګن صدر ټرمپ ګټلي‌ وو.‌

د امریکا په انتخاباي نظام کې د مېېن او نبراسکا نه علاوه په هر ایالت کې د زیاتو رایو ګټونکی د دغه ایالت ټول الیکټورل ووټونه ګتي. الیکټورل ووټونه د ایالت د ابادۍ په لحاظ ټاکل کیږي.

تر څو چې په یو ایالت کې پوره ووټونه نه وي شمارل شوي تر هغې د ګټونکي‌ اعلان نه کیږي. خو مطبوعاتي ادارې بیا د شمارل شوو ووټونو په اساس د ګټونکي په اړه اټکلونه کوي هر کله چې نه شمارل شوي ووټونه لږ وي او په نتیجو څه اثر نه شي کولی.‌

د اېسوسي اېټډ پرېس او ایډېسن ریسرچ مرکز تر مخه پخوانی ناېب صدر جوباېډن بیا په مجموعي ووټونو کې هم وړاندې دی او د تیرې ورځې پورې شمارل شوي ووټونو کې یې ۷۰.۴ میلینه ووټونه اخستي. د هغه په مقابله کې صدر ټرمپ ۶۷.۱ میلنیه رایې ترلاسه کړي دي.

سږ کال په امریکا کې په لویه شمیره کې د وړاندې نه ورکړل شوو رایو (پیشګي ووټونو) له سببه داسې اندازې لګول شوي چې په امریکا کې به ۱۵۰ میلینه او یا د دې نه هم زیات ووټونو ورکړل شوي وي کوم چې به په امریکا کې تر ټولو لویه شمیره وي.‌

د ټرمپ د ګټې لاره

د امریکا موجوده صدر ډانلډ ټرمپ سره هم د ګټې یوه لاره شته، که چرې هغه ریاستونه بیرته وګټي په کومو کې جو باېډن مخکې دی. دا وخت صدر ټرمپ په څلورو داسې ایالتونو کې وړاندې دی چرته چې لا هم پوره ووټونه نه دي شمارل شوي:‌ پینسلوینیا، جارجیا، نارت کیرولاینا او الاسکا.

که چري ټرمپ دغه ګټي او د باېډن اړخ ته تللی ایالت وا نه ړوي، د ټرمپ د الیکټورل ووټونو شمیره به ۲۶۸ ته ورسیږي چې د ګټې د شمیرې نه به لږه کمه وي.‌

په پینسلوینیا کې دا مهال د ۱ میلین نه زیات هغه ووټونه شمارل کیږي کوم چې په ډاک لیګل شوي. د باېډن د کماپېن ډله وايي دوي په ډاک لیګل شوي ووټونو کې ۷۸ فیصده ګټلي.

د پینسلوینیا نتېجې تمه نه کیږي چې د زیارت / پنجشنبې او یا د جمعې پورې اعلان شي. د باېډن د کمپېن ډلې د کرونا وبا د لاسه په خپلو پلویانو په ډاک د ووټونو لیګلو غږ کړی وو چې د کرونا وبا نه ځان خوندي وساتي. خو ټرمپ بې د ثبوتونو په ډاک ووټونه دهوکه او درغلي بللې.

د ټرمپ د کمپاېن ډلې تیره ورځ ویلي دوي به په وسکانسن کې د ووټونو بیا شمیرلو لپاره خواست کوي، چرته چې باېډن ۲۰ زره زیات ووټونه اخستي. د ټرمپ د کمپاېن ډلې د وړاندې نه په میشیګن کې د ووټونو شمیرلو ودرولو لپاره عدالت ته هم تللي، په میشیګن کې باېډن د ټرمپ نه ۳۵۰۰۰ زیات ووټونه اخستي دي.

په پینسلوینیا کې د ټرمپ د ډلې کسان په ډاک لیګل شوي ووټونو د شمارولو ودرولو په سر د قانونو چیلنجونو سره مخ دي. په دغه ایالت کې ټرمپ په یو وخت کې ۳ لکه ۸۹ زره ووټونو سره مخکې وو.‌

د اېسوسي اېټډ پرېس تر مخه په جارجیا کې هم د ټرمپ د کمپاېن ډلې تیره ورځ عدالت ته تللي او د انتخاباتو ایالتي چارواکو نه یې غوښتلي چې د غیر حاضر ووټونو د راجمع کولو او شمارلو لپاره دې موجود قانون عملي کړي.

د شورو/ چارشنبې په سهر وختي صدر ټرمپ په دغه انتخاباتو کې په داسې مهال د ګټې اعلان کړی وو چې پوره ووټونه لا نه وو شمارل شوي او په انتخاباتو کې یې د درغلۍ بې بنسټه تورونه لګولي وو. ټرمپ ویلي وو: ٫٫ مونږ به د امریکا سپریم کورټ ته ځو. مونږ غواړو چې د ووټونو شمیرنه ودرلو شي. مونږ دا نه غواړو چې دوي دې د سهر ۴ بجې یو انتخابي پکسه ومومي او هغه دې هم شمارل شورو کړي.

په سېنټ کې د ګوندونو حال:

په امریکا کې چې صدرات څوک هم ګټي ورته به یو تقسیم شوی کانګرس په نصیب کیږي. تر اوسه ډیموکریټ ګوند د سېنټ د کنټرولو یا زیاتو رایوترلاسه کولو کې ناکامه شوی او دا مهال پکې ریپپلکن ګوند د ۵۲ او ۴۷ اکثریت لري.

که څه هم ډیموکرېټانو په کولوراډو او ایریزونا کې څوکې ګټلي، خو په الباما کې یې خپله څوکې بېللې او د کمزوري ګڼل کیدونکي ریپپلکن سېنټرانو لېنډسی ګراهم سوزین کولېن څوکې ګټلو کې پاتې راغلي.

د سېنټ د دریو څوکیو مقابله ودریدلې خو د جارجیا په شان د ځینو ایالتونو نتېجې به د څه وخته پورې نه شي اعلان. په جارجیا کې به د جنورۍ په میاشت کې د سېنېټر د څوکې لپاره بیا انتخابات کیږي.

په ایوان نماېندګان کې ډیموکریټانو بیا کنټرول پرځاې ساتلی خو خپل اکثریت یې هغه شان نه دی سېوا کړی څنګه چې د انتخاباتو وړاندې په نظر پوښتنو کې ویل کیدل.‌

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG