لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جو باېډن د خپلو سلاحکارانو سره لیدلي خو صدر ټرمپ لا هم ماتې نه ده منلې


لس ورځې وړاندې په امریکا کې شوي صدارتي‌انتخاباتو په غیر رسمي نتېجو کې ټاکل شوي صدر جوباېډن تیره ورځ د واک اختیار د انتقال لپاره د خپلې ډلې سلاحکارانو سره په داسې حال لیدلي چې نوموړی به د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د امریکايي حکومت واګې په لاس کې اخستلو تیارۍ کوي.

د دریم نومبر د صدراتي انتخاباتو امکاني ګټونکي باېډن په خپل حکومت کې د بیلا بېلو ادارو د چلولو لپاره د یو شمیر سلاحکارانو نامې هم ورکړي.

یوه ورځ وړاندې جو باېډن ویلي وو د نومبر ۲۶مې نېټې وړاندې هغه په ځینو مهمو څوکیو د سلاحکارانو نامې هم اعلانولی شي. د نومبر په ۲۶مه نېټه په امریکا کې د تهېنکس ګیونګ یا شکرانې ورځ لمانځلی کیږي او په دغې ورځ په امریکا کې رخصت وي.‌

اخوا د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ تر اوسه د تیرې اونۍ په قامي انتخاباتو کې خپله ښکاره ماتې نه ده منلې او د سختې مقابلې په ایالتونو کې یې د نتېجو پرضد يو شمیر قضیې یا په عدالتونو کې کېسونه هم کړي‌ دي.

د ډیرو لږو ثبوتونو سره صدر ټرمپ تر دې دمه دعوه کوي چې ځیني‌ ووټونو او بیا د ووټونو شمارلو کې ګډوډیو هغه ته په انتخاباتو کې تاوان رسولی. ټرمپ په دې تکل کې دی چې د باېډن ګټه په بېلات بدله کړي او د نورو څلورو کالو لپاره ځان په واېټ هاوس کې ګټونکی اعلان کړي.

خو تر اوسه پورې په عدالتونو کې قاضیانو/ ججانو د ټرمپ لخوا جمع کړی شوي ټول خواستونه رد کړي او د یو شمیر نورو قضیو به لا فیصله کیږي. د وي او ای او نور خبري ادارو لخوا مرکه شوي انتخابي کارپوهان وايي دوي‌ نه ګڼي چې د باېډن لخوا د ګټې اعلان به بیرته واخستل شي.

په دریم نومبر شوي صدارتي ټاکنو د غیر رسمي نتیجو تر مخه، د ډیموکرېټ ګوند صدارتي کاندید جو باېډ‌ن په دغه انتخاباتو کې د ۲۷۰ نه زیات الیکټورل یا انتخاب کونکي ووټونه ګټلي.

امریکا کې د صدر جوړیدو لپاره پکار ده چې یو کاندید ۲۷۰ رایې ترلاسه کړي. جو باېډن په دوو نورو ایالتونو جارجیا او ایریزونا کې هم په شمارل شوي ووټونو کې زیات ترلاسه کړي چې ورسره یې د الیکټورل کالج ووټونه ۳۰۶ ته رسیدی شي. د امریکا په کومو ایالتونو کې چې ابادي زیاته وي د هغه ایالت الیکټورل ووټونه هم ډیر وي.

د جو باېډن د الکټورل کالج د ووټونو شمیره په کال ۲۰۱۶م کې د هېلري کلنټن لخوا اخستل شوي ووټونو هومره ده، کله چې صدر ټرمپ کامیاب شوی وو او په ناڅاپي ‌ډول یې د ډیموکرېټ ګوند هېلري کلنټن ته ماتې ورکړې وه.

په اروپا کې د امریکا ایتلافي‌ هیوادونو مشرانو چې پکې د برتانیې وزیراعظم بورس جانسن، د فرانس صدر ایمانول مېکرون او د جرمني چانسلره اېنګلا مرکیل شامل دي، جو باېډن ته په انتخاباتو کې په ګټه مبارکي ویلې، او د ټرمپ لخوا د خپلې ګټې لانجه باندې یې ځان غلی کړی.‌ تیره ورځ ناوخته جو باېډن بیا د اسټریلیا ، جاپان او جنوبي کوریا د مشرانو سره هم خبرې کړي.

د جو باېډن لخوا د واک د انتقال لپاره د سلاحکارانو د نامو نوملړ لوې دی او پکې ګڼ داسې کسان شته چې په خپلو شعبو کې ډیره تجربه لری. دغو کې زیات تره بیا د هغه ستونزو پوهان دي چې د باېډن انتظامیه به یې د چلینج سره مخ وي.‌

تیره ورخ‌ ناوخته جو باېډن ران کلېن د واېټ هاوس د چیف اف سټاف په توګه اعلان کړی. کله چې جو باېدن ناېب صدر وو کلېن په هغه وخت کې د جوباېډن چېف اف سټاف وو.

د څیړنیز مرکز سنټر فار سټریټېجک اېنډ انټرنېشنل سټډیز ناېب صدره او ډایرېکټره کېتلین هکس به د دفاع محکمې د چارو مشري کوي.‌

د امریکا خارجه وزارت کې د افریقايي اړیکو پخوانی ناېب سېکتره لېنډا تهامس ګرینفیلډ د خارجه دفتر د اړیکو او ډان ګریو به د امریکا د خزانې د چارو کتنه کوي څوک چې دا مهال په یو مهم بنک کې مشر دی.

جو باېډن چې لا هم د ډیلویز په ویلمنګټن کې دی تیره ورځ یې په امریکا کې د پخواني پوځیانو قامي ورځ (وېټرنز ډی) هم هلته لمانځلې او په فېلډلفیا کې یې د کوریايي جنګ کې د یادګار سفر کړی. صدر ټرمپ بیا د واشنګټن سره نژدې د ارلېنګټن قامي هدیرې ته ورغلی.

د تیر زیارت راپه دیخوا دا لومړی ځل وو چې صدر ټرمپ په کومه اولسي دستوره کې ګډون کړی. د تیر زیارت په ورځ ټرمپ بې د کومو ثبوتونو په انتخاباتو کې په لویه کچه د درغلیو تورونه لګولي وو.

XS
SM
MD
LG