لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جي ټونټي د غونډې نه وړاندې د امریکې صدر او د هند وزیراعظم په مشترکه منصوبو خبرې وکړې


بایډن مودي سره د هغه په کور کې ملاقات کولو نو خبریالان په یو بس کې بهر بوتلل شوو چې د هغو خبریالانو دپاره غیر معمولي صورتحال وو چې په امریکا کې او په نورو ملکونو کې په ازاده ډول د امریکايي صدر د ملاقاتونو خبرونه او تصویران خپروي
بایډن مودي سره د هغه په کور کې ملاقات کولو نو خبریالان په یو بس کې بهر بوتلل شوو چې د هغو خبریالانو دپاره غیر معمولي صورتحال وو چې په امریکا کې او په نورو ملکونو کې په ازاده ډول د امریکايي صدر د ملاقاتونو خبرونه او تصویران خپروي

د جي ټونټي تنظیم د سر مشرانو په غونډه کې شرکت دپاره د امریکې صدر جوبایډن د جمعې په ورځ‌ نوي دلي ته ورسېدلو او د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي سره یې د ټېکنالوجۍ، بنیادي اډاڼې او د جمهوریت په شان په مشترکه منصوبو خبرې وکړې.

د جي ټونټي غونډه د خالي، شنبې، په ورځ په نوي دلي کې شروع کېږي.

د یو مشترکه بیان ترمخه، صدر بایډن او د وزیراعظم نرندره مودي د جمهوري اقدارو او د انساني حقونو په پرمختګ کې او د ټېکنالوجۍ په برخو کې د همکارۍ لوظ وکړو.

د صدر بایډن او د وزیراعظم نرندره مودې د خبرو وروسته د انډو پېسېفېک سیمې د چارو دپاره د امریکې لوړ رتبه چارواکي کرټ کېمپبېل خبریالانو ته وویل دواړه مشران د بنیادي اډاڼي یا انفراسټرکچر سره تړلي د مواصلاتو په لوی پرمختګ کار کوي چې هندوستان به د منځني ځتیځ او یورپ سره وتړي. هغه وویل امکان دی چې په د اړه د خالي، شنبې، په ورځ اعلان وشي.

امریکا، هندوستان او د خلیج ملکونه په سیمه کې د رېل او د بندرونو په یوه منصوبه خبرې کوي چې د چین د بېلټ اېڼد روډ منصوبي متوازي منصوبه ګڼل کېږي.

د جنوبي اېشیا دپاره د امریکې د نېشنل سېکیورټي کاونسل چارواکي اېلین لوباکر وویل په ۲۰۲۴ کې به امریکا او هندوستان په انټرنېشنل سپېس سټېشن، جي فایو او چي شپږ او د مایکرو چېپس په مدونو کې هم همکاري کوي.

بایډن مودي سره د هغه په کور کې ملاقات کولو نو خبریالان په یو بس کې بهر بوتلل شوو چې د هغو خبریالانو دپاره غیر معمولي صورتحال وو چې په امریکا کې او په نورو ملکونو کې په ازاده ډول د امریکايي صدر د ملاقاتونو خبرونه او تصویران خپروي.

د بایډن او د مودي د ملاقات تصویران د هندي وزیراعظم دفتره شایع کړل چې دواړه په کې څنګ په څنګ ناست لیدل کېږي.

د چې ټونټي په سر مشرېزه غونډه کې شرکتونکي د جمعې په ورځ هندوستان ته ورسېدل.

د روس صدر ولادېمیر پوټن او د چین صدر شي جېنپېنګ د نوي دلي په غونډه کې د شرکت نه ډډه کړې ده.
په داسې حال کې چې نړیوال مشران په ډیرو کم موضوعاتو په مکمله توګه اتفاق ته رسېږي،‌ د اوکراین جنګ دا مسله نور هم سنجیده کړې ده.

وزیراعظم نرندره مودي لوظ کړی چې د نولي دلي ناسته به د اوکراین جنګ په متاثره نه کړي او توجه به د پرخته تلونکو ملکونو یا ګلوبل ساوت په مسلو مرکوزه پاتې کېږي.

روس او چین د هغه بیان مسوده رد کړې چې وايي د جي ټونټي زیاتره غړي ملکونه د اوکراین د جنګ سخته غندنه کوي.

یورپين یونین هغه بیان رد کړی چې هندوستان تجوزیر کړی. یورپين یونین ویلي د هندوستان تجویز کړی لهجه ډیره سخته نه ده. د برطانيې وزیراعظم رشي سونک ویلي اراده لري چې په اوکراین د روس د یرغل خلاف سخت دریځ خپلولو په لړ کې د جي ټونټي په ملکونو فشار واچوي.

د اوکراین صدر ولادومیر زیلېنسکي تیر کال په بالي کې د جي تونټي د سرمشرانو غونډې ته وډیو کانفرنس دلارې وېنا کړې وه خو هغه د نوي دلي د غونډې دعوت نه دی ورکړی شوی.

د کېنېډې وزیراعظم جسټن ټروډو زیلېنسکي ته ډاډ ورکړی چې د جي ټونټي په خبرو کې به د اوکراین مسله هم شامله وي. ټروډو په انسټاګرام یو پېغام کې وویل هغه مایوسه شوی چې زېلېنسکي به د نوي دلي په غونډه کې نه وي خو د هغه دپاره به په کلکه خبره کوي.

د جي ټونټي تنظیم بنیاد په ۱۹۹۹ کې اېښودل شوی و چې د نړۍ د اقتصادي مسلو حل راوباسي خو د تنظیم زیات بحث په سیاسي مسلو کېږي چې څېړونکي وايي په سیاسي مسلو د زیاتو بحثونو له امله د جي ټونټي صلاحیت کم شوی چې په موثره توګه کار وکړي.

په جي ټونټي کې د دنیا مالداره ملکونه لکه امریکا، کېنېډا، برطانیه، جاپان، جرمني او د یورپي اتحاد یا یورپین یونین ترڅنګ په کې روس، چین او ځینې نور ملکونه شامل دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG