لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې صدر د اسرايل وزیراعظم سره خبرې کړي، د جنګ بندۍ په اړه څه نه دي ويل شوي


د امریکې صدر جوبايډن د اتوار/ يکشنبې په ورځ د اسرايل د وزیراعظم بين يامين نېتن یاهو سره په ټيليفون خبرې کړي، دواړه مشران د اسرايل او حماس ‏د وسله والو ترمنځ نزدې د اووه مياشتو په جګړه غږېدلي، خو سپينې ماڼۍ په سمدستي ډول د جنګ بندۍ په اړه څه نه دي ويلي.‏

واېټ هاوس ويلي، دواړو مشرانو په غزه کې د سمدستي جنګ بندۍ سره د يرغماليانو په خوندي توګه خوشي کولو په اړه خبرو اترو جاج اخستی دی.‏ د اسرايل او حماس ترمنځ جنګ بندۍ دپاره د امریکې، مصر او قطر په مينځګړيتوب د څو مياشتو راهسې روانې خبرې اوس د ځنډ ښکار دي.‏

سپينې ماڼۍ ويلي، نيتن ياهو سره په ټيليفوني خبرو کې صدر بايډن د ‏‎17‎‏ نړيوالو مشرانو د تړون یادګېرنه کړې، چې پکې د حماس څخه د ‏‎100‎‏ خواوشا ‏يرغماليانو په سمدستي ډول د خوشي کولو غوښتنه شوې او د جنګ بندۍ خبره شوې ده. ‏

حماس د جنګ ختمولو او غزې څخه وتلو غوښتنه کوي، خو نېتن یاهو مزاحمت کوي او په جنوبي غزه کې رفح ښار باندې د حملې خطره په ځای ده چرته چې ‏خواوشا لس لکو نه زيات فلسطينيان د اسرايلي فضايي حملو د پناه په امېد دي.‏

واېټ هاوس ويلي، بايډن په نېتن ياهو بيا څرګنده کړې چې امریکا به په رفح کې د ځمکنيو عملياتو مخالفت کوي ځکه دغلته فلسطينيانو ته خطره ده.‏

ويل شوي، دواړو مشرانو غزې ته د امداد رسولو په سېوا کولو او نوې شمالي لارې په اړه هم خبرې کړي دي.‏
بایډن او نېتن ياهو خبرې په داسې وخت کې کړي چې د امریکې د بهرنيو چارو وزیر انتني بلينکن د سعودي عرب، اردن، اسرايل او سیمې د مشرانو سره د ‏ليدو دپاره د منځني ختيځ په سفر دی.‏

حماس په اووم اکتوبر په اسرایل حمله کړې، د اسرايل په وينا په ياده حمله کې ‏‎1200‎‏ کسان وژل شوي او خواوشا ‏‎250‎‏ کسان یې یرغمال کړي وو، په ‏يرغماليانو کې د تېر کال نومبر په میاشت کې په جنګ بندۍ کې خواوشا ‏‎100‎‏ يرغماليان خوشي کړل شوي وو.‏

د حماس د انتظام لاندې د صحت وزارت ویلي، په غزه کې د اسرایل په ځوابي عملياتو کې د ‏‎34,000‎‏ نه زیات کسان وژل شوي، اسرایل وایي په وژل شوو ‏کې څو زره وسله وال هم شامل دي.‏

خيال کیږي د حماس سره اوس هم خواوشا ‏‎100‎‏ يرغماليان بندي دي او ‏‎30‎‏ هغه دي چې وژل شوي دي.‏
د امریکې مرکزي کمانډ (سېنټکام) ویلي، د اردن د رايل هوايي ځواک سره په ګډه یې غزه کې اغېزمنو خلکو ته فضايي مرستې رسولي دي.‏

اسرايل د اتوار په ورځ غزه کې فضايي حملې کړي دي. ‏

په غزه کې د بشري بحران په اړه نړيوال مخالفت سېوا کيږي، نړيوالو مشرانو او امدادي ډلو خبرداری ورکړی په رفح د اسرايل د حملې څخه به په غټه کچه ‏ملکي وګړي ووژل شي.‏

د فلسطيني اتارټۍ صدر محمود عباس امریکې ته خواست کړی په رفح دې د اسرايل حمله ودروي، هغه ويلي، د فلسطيني ولسي د تاريخ غټه تباهي به ‏وشي.‏

عباس په سعودي عرب کې نړیوالې اقتصادي غونډې ته په وينا کې ویلي، امریکا د اسرايل مهم اتحادي او وسله ورکوونکی يواځينی هيواد دی، چې ‏اسرايل د دغه جرم څخه منع کولو توان لري.‏

(د دې خبر ځينې معلومات د اې اېف پي څخه اخستل شوي)‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG