لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن او د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د فلسطیني ریاست او د یرغمالانو په اړه خبرې کړي


د تېر کال د اکتوبر په اتلسمه نېټه بایډن او نېټن یاهو تل ابیت ته د بایډن د دورې په مهال خبري غونډې ته وېنا کوي
د تېر کال د اکتوبر په اتلسمه نېټه بایډن او نېټن یاهو تل ابیت ته د بایډن د دورې په مهال خبري غونډې ته وېنا کوي

د امریکې صدر جوبایډن او د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د فلسطیني ریاست د قیام او د حماس په ولکه کې د یرغمالانو د ازادۍ او د حماس په ضد د اسرایل د هدفي عملیاتو په اړه د جمعې په ورځ‌ په ټېلې فون خبرې وکړې.

د وایټ هاوس د نېشنل سېکیورټي کاونسل یا د قومي سلامتیا د شورا ترجمان جان کربي خبریالانو ته وویل د اسرایل او حماس د جنګ نه پس د غزه د سیاسي حل په لړ کې د فلسطیني ریاست د قیام په موضوع وایټ هاوس او اسرایل اختلاف لري.

نېټن یاهو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل هغه د حماس خلاف جنګ د ختمېدو وروسته د فلسطیني ریاست د جوړېدو او فلسطیني ریاست دپاره د واشنګټن د حمایت مخالفت کوي. واشنګټن د دې خبرې تردید کوي چې د بایډن او د نېټن یاهو په ټېلې فون د خبرو سبب د فلسطیني ریاست په اړه د نېټن یاهو بیان و.

کربي نه وي او ای پوښتنه وکړه چې ایا بایدڼ ګمان کوي چې هغه به نېټن یاهو قانع کړي چې د فلسطیني ریاست په اړه خپل ذهن بدل کړي، نو هغه وویل امریکايي صدر د اسرایل او د فلسطینیانو د مسلې د حل دپاره د دوو ریاستونو په امکان یقین لري.

کربي وویل امریکا د دې خبرې هرکلی کوي چې اسرایل فلسطیني ولس ته د وړو د رسوول کېدو اجازت ورکړی دی. اسرایل په رسمي ډول غزه ته د وړ د رسوول کېدو په اړه څه نه دي ویلي. د ملګرو ملتونو چارواکي وايي په غزه کې د خوراک د کمي له امله د قحط شروع کېدو خطر دی.

کربي وویل بایډن او نېټن یاهو د فلسطیني ادارې د مالي چارو په اړه هم خبرې وکړي چې دا یقیني کړي چې فلسطنیني اداره کارکوونکو ته تنخاګانې ورکولو دپاره پېسې لري چې په کې په وېسټ بېنک کې د امنیتي ځواکونو تنخاګانې هم دي. دواړو مشرانو، کربي وویل، ملکي خلک زیان ته د بچ کولو په اړه هم خبرې وکړې. هغه دا خبره واضحه کړه چې امریکا به د خپل اتحادي ملک اسرایل د دفاع او د خود مختار ملک په حېث د پاتې کېدو ملاتړ کوي.

کربي وویل امریکايي ځواکونو په خپله دفاع کې د یمن حوثي باغیانو خلاف درې نورې حملې کړي دي. هغه زیاته کړه چې په تېره یوه هفته کې دا په خپله دفاع کې د امریکايي ځواکونو څلورم اقدام و.

په بحېره احمر او د عدن په خلیج کې په سمندري جهازونو د حملو وروسته امریکې نه یوازې د حوثيانو خلاف حملې شروع کړي دي بلکې دا هفته یې حوثي باغیان نړیوال ترهګر وټاکل.

حوثیان وايي د حملو مقصد د حماس خلاف د اسرایل جنګ ودرول دي. کربي دا خبره رد کړه، او ویې وېل دا دریځ د حقیقت سره سمون نه خوري.

په غزه کې د حماس د انتظام لاندې د صحت وزارت د جمعې په ورځ وویل تېره شپه په خان یونس کې په هوايي بمبارۍ او په ډزو کې 77 کسان ووژل شوو او ګڼ شمېر نور زخمیان شول.

د متحده قومونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن وویل په غزه کې د صحت نظام په خرابېدو دی او دا د تشویش خبره ده.

د ډبلیو اېچ او مشر ټیډروس اېدونېم ګېبريېسېس وویل د هېپټایټس ای ډول 24 کېسونه موندل شوي چې د ینې د سوزش ناروغي ده. هغه وویل په زرګونو خلک د زیړي مرض ناروغه کړي چې په ممکنه توګه د هېپتایټس بیماري یې کېدلی شي.

ټیډروس په اېکس، پخواني ټوېټر، په غزه کې د ژوند حالات "غېرانساني" دي، د صفا اوبو کمی دی، صفا غلسخانې او چاپیر د صفا ساتلو سهولت نشته او هم د دې له امله هېپټایټس خورېږي.

د روس خارجه وزارت د جمعې په ورځ وویل چې د حماس یو پلاوي سره یې نېغ په نېغه خبرې کړي دي.

امریکې، برطانیې، پورپین یونین او ځینو نورو ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

روسي خارجه وزارت وویل د روس نایب خارجه وزیر میخایل بوګډانوف د حماس د سیاسي څانګې مشر ابومرزوق هرکلی وکړو. د وزارت ترمخه روس د حماس په ولکه کې د دریو روسي شهریانو د ازادۍ غوښتنه وکړه.

اسرایل وايي په غزه د بیا قبضې اراده نه لري خو د جنګ نه د وروسته حالاتو په اړه یې خپلې ارادې نه دي څرګندې کړي.

نېټن یاهو وویل د حماس خلاف د تېرو دریو میاشتو نه د زیات وخت جنګ کې یې د حماس په دریو کې دوه برخې وسله وال ختم کړي دي او تر څو چې اسرایل "مکمل فتح" نه ترلاسه شوي اسرایل به جنګ نه ودروي.

نېټن یاهو وویل تر اوسه پورې د حماس د 24 رجمنټو څخه 16 یا 17 رجمنټې ختمې کړی شوي دي.

په اووم اکتوبر په اسرایل د حملې وروسته چې په کې 1200 کسان وژل شوي او حماس په کې تر د 250 کسان یرغمال نیولي دي، اسرایل غواړي چې په غزه د حماس واک اختیار ختم کړي.

په غزه کې د حماس د انتظام لاندې د صحت وزارت وايي د اسرایل په بمبارۍ کې د غزه په پراخه کچه سیمې د ځمکې سره هوارې کړی شوي دي او د 24400 نه زیات فلسطینیان وژل شوي‌ دي. لږ تر لږه 60000 نور کسان زخمیان شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG