لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جوباېډن د صدارت د لومړۍ ورځې صدارتي فرمانونه تیار کړي


په داسې حال چې په امریکا کې د واک اختیار انتقال ته په شمار ورځې پاتې دي، د امریکا صدر منتخب جوباېډن د څوګند پورته کولو وروسته د لومړۍ ورځې خپله اېجنډا تیاره کړې.

د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې د خبر تر مخه د باېډن د لومړۍ ورځې اېجنډا تر مخه به ځني داسې صدارتي حکمونه جاري‌کیږي چې د صدر ټرمپ د وخت ځیني امرونه پرې بیرته واخلي. په خاصه توګه هغه حکمونه چې زیات لانجمن وو. د دغې تر څنګ به باېډن د ورځ تر بله خوریدونکي کرونا ناروغۍ په اړه هم خپل پلان اعلانوي.‌

د جوباېډن د لومړۍ ورځې دغه صدارتي فرمانونو یا حکمونو تفصیل د هغه چېف اف سټاف د خالي/ شنبې په ورځ په یو سرکاري بیان کې خپاره کړي.

د دغې تر مخه باېډن پلان لري چې د صدر ډانلډ ټرمپ لخوا په کډوالو لګول شوی بندیزونه لرې کړي، په خاصه توګه د ځیني مسلمان هیوادونو په وګړو امریکا ته په راتګ بندیز، د پیرس ماحولیاتو لوظنامې کې بیرته ګډون او په امریکا کې په سرکاري ودانیو او د یو ایالت نه بل ته د سفر په وخت ماسکونه په مخ کول لازمي ګرځول شامل دي.

د دغې اېجنډا تر مخه باېډن غواړي د کانګرس د انتظار پرته په لومړيو لسو ورځو کې دغه صدارتي حکمونه جاري کړي.

د جو باېډن لخوا پورته کیدونکي نژدې ۱۲و کارونو کې دا تر ټولو لوې لوې ګامونه دي چې نوموړی به یې سپېنې ماڼۍ ته د تلو په اوله ورځ عملي کوي. د دې تر څنګ به د زده کونکو د قرضونو ورکول موده غځول کومه چې د کرونا وبا د لاسه ودرول شوې، او د کرونا وبا د لاسه د اقتصادي مشکلاتو سره مخ کسانو د کورونو د نیول کیدو مخه نیول شامل دي.

د جو باېډن چیف اف سټاف لخوا جاري شوي سرکاري بیان یا میمو کې ویل شوي ٫٫ دا ټول فرمانونه به په مېلینونو امریکایانو ته سهولت پېدا کړي څوک چې د کرونا وبا د لاسه د چېلنجونو سره مخ دي. ٬٬ نوموړي زیاته کړې چې د باېډن د پوره ګټو لپاره به ورته د کانګرس مرسته پکار وي. چې پکې د ۱.۹ ټریلینه وایرس امدادي پېکج منظوري هم شامله ده کومه چې صدر منتخب د زیارت / بنجشبې په ورځ اعلان کړې.

د باېډن چیف اف سټاف ویلي، باېډن به د کډوالۍ په قانونو کې د اصلاحاتو لپاره یو مکمل قانون هم په لومړۍ ورځ قانون دانانو ته وړاندې کوي.‌

په دویمه ورځ (په زیارت / پنجشبې) به بیا جو باېډن د کرونا وبا په اړه یو صدارتي حکم جاري کوي چې پکې به د سکولونو او کاروبارونو بیرته پرانستلو او د کرونا ټسټونه زیاتولو خبره وي. په دریمه ورځ یا د جمعې په ورځ‌به بیا د کرونا وبا د لاسه په اقتصادي توګه اغیزمنو شوو خلکو ته د مالي‌ امداد ورکولو په اړه ګامونه پورته کیږي.

د جوباېډن چېیف اف سټاف ویلي،‌ جرمي عدالت یا کریمنل جسټس په نظام کې د بدلون، ماحولیاتي بدلو او کډوالۍ په اړه به هم ګامونه پورته کوي. په دغې کې به د امریکا او مېکسیکو په پوله د ټرمپ د پالیسیانو له سببه د خپلو میندو او پلرونو نه جدا شوي ماشومان بیرته هغوي سره یو ځاې کولو په اړه ځانګړی امر هم شامل دی. او کله چې په قانوني توګه ځیني نور ګامونه د اخستو وړ شي نو باېډن به امر کوي.

په امریکا کې په روایتي توګه نوی صدر د خپلې څوکې څوګند پورته کولو وروسته په تیزۍ سره یو شمیر فرمانونه جاري‌کوي. صدر ډانلډ ټرمپ هم دغه شان کړي وو، خو د هغه ګڼ شمیر صدارتي حکمونه بیا په عدالت کې د جېلن کیدو وروسته رد کړی شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG