لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د انډونيشیا صدر سره ملاقات کې به صدر بایډن په غزه کې د صورتحال په اړه د اسلامي ملکونو د نظر نه ځان خبروي


واشنګټن ته د وېدودو سرکاري سفر امریکې سره تعلقاتو د بهتر کولو دپاره ترتيب شوی دی ځکه چې د سېپټمبر په میاشت کې بایډن د اسیان غونډې دپاره انډونیشیا ته نه وو تللی او وېت نام ته یې سفر کړی و.
واشنګټن ته د وېدودو سرکاري سفر امریکې سره تعلقاتو د بهتر کولو دپاره ترتيب شوی دی ځکه چې د سېپټمبر په میاشت کې بایډن د اسیان غونډې دپاره انډونیشیا ته نه وو تللی او وېت نام ته یې سفر کړی و.

د امریکې صدر جوبایډن به د ګل، دوشنبې، په ورځ ماسپښین د انډونیشیا صدر جوکو وېدودو سره په وایټ هاوس کې ملاقات کوي او په غزه کې د جنګ په اړه د مسلمان ملکونو د نظر نه به ځان خبروي.

وېدودو دا مهال په واشنګټن کې دی چې امریکې سره سفارتي تعلقات کامپري هېنسیو سټرېټيجېک پارټنرشېب یا د جامع سټرېټيجېک همکارۍ کچې ته ورسوي چې د ملک په سفاتری درجه بندۍ کې تر ټولو لویه درجه ده.

په منځني ختیځ کې د شخړې په اړه د بایډن او د وېدودو په دریځونو کې لوی اختلاف موجود دی. بایډن د اسرایل کلک ملاتړ کوي او ودودو په غزه کې په سمدستي ډول د جنګ بندۍ غوښتنه کوي او د ملګرو ملتونو د هغه کمېشن حمایت کوي چې په اووم اکتوبر په اسرایل دحماس د حملې وروسته د دواړو خواو د ممکنه جنګي جرمونو په اړه شواهد جمع کوي.

وېدودو تېره هفته په سعودي عرب کې د اسلامي ملکونو د همکارۍ تنظیم او ايي سي د غونډې نه پس د بایډن سره ملاقات کوي.

د ۵۷ رکني او ايي سي د سرمشریزې مشترکه اعلامیې په غزه کې خپلې دفاع د حق په څېر په غزه کې د اسرایل اقدامات رد کړي وو او په سمدستي ډول يې د جنګ د ختمېدو غوښتنه کړې وه. په اعلامیه کې غوښتنه شوې وه چې اسرایل ته دې د وسلو خرڅلاو بند کړی شي او بشري امداد ته دې لاس رسی ورکړی شي.

د اتوار، يکشنبې، په ماښام د واشنګټن څخه مطبوعاتو ته په انلاین بڼه بیان کې وېدودو وویل بایډن به د او ايي سي د سرمشرېزې غونډې د قراردادونو نه خبروي. هغه وویل اسرایل ته پکار ده چې د خپلو ظلمونو ذمه واري ومني.

د امریکې د حکومت یو لوړ رتبه چارواکي وي او ای ته وویل صدر بایډن به د صدر وېدودو خبرې په غور اوري چې د سعودي عرب، د نورو عرب او د منځني ختیځ د مشرانو سره د ورستیو خبرو په اړه هغه څه نظر لري.

د امن او جګړې د ختمولو په اړ د امریکې حکومت د منځنۍ او اوږدې مودي په تګلاره کې د اکثریتي مسلمان ملک په حېث د انډونيشیا اواز وزن لري. په انډونیشیا کې ۲۲۹ مېلین مسلمانان دي چې د ملک د ابادۍ ۸۷ فیصد او په ټوله دنیا کې د مسلمانانو ۱۳ فیصد دي.

د ګڼ شمېر نورو اسلامي ملکونو په شان انډونیشیا هم فلسطینیانو سره مرسته کوي چې په کې په غزه کې هسپتال هم شامل دی. د هسپتال منتظیمینو وي او ای ته ویلي د هسپتال چار چاپيره سیمې د اسرایل په هوايي بمبارۍ کې لګېدلي دي او د دوی سره خشاک او د بنیادي ضرورت نور شیان په ختمېدو دي.

واشنګټن ته د وېدودو سرکاري سفر امریکې سره تعلقاتو د بهتر کولو دپاره ترتيب شوی دی ځکه چې د سېپټمبر په میاشت کې بایډن د اسیان غونډې دپاره انډونیشیا ته نه وو تللی او وېت نام ته یې سفر کړی و.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG