لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدربایډن کوښښ کوي چې حکومت يې د قرض په ادا کولو کې دیوالیه کېدو نه بچ شي


صدر بایډن او د ريپبلېکن پارټۍ د هاوس سپیکر کېون مېک کارتي
صدر بایډن او د ريپبلېکن پارټۍ د هاوس سپیکر کېون مېک کارتي

د حکومت د قرض په ادا کولو کې د دیوالیه کېدو مخه نیولو په لړ کې به د امریکې صدر جوبایډن اینده هفته په کانګرس کې د واکمن ډېموکرېټېک او د حزب اختلاف ريپبلېکن پارټۍ مشرانو سره ملاقات کوي.

د کانګرس په سېنېټ او هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا ایوان نمایندګان کې د دواړو ګوندونو مشرانو سره د بایډن مجوزه ملاقات د هغو کوښښونو برخه ده چې هدف يې د قانون سازۍ دلارې د حکومت د قرض اخیستلو حد زیاتول دي.

د وي او ای رپورټ وايي که د حکومت د قرض اخیستلو حد زیات نه کړی شو نو امریکا د دې میاشت تر اخیره پورې د اخیستل شویو قرضونو په بېرته ادا کولو کې ديوالیه کېدلی شي.

د رپورټ ترمخه، دیوالیه کېدل به د حکومت دپاره تباه کن اثرات ولري.

د امریکې د خزانې وزارت یا ټرېژري ډپارټمنټ تر یو خاص حد پورې قرض اخیستلی شي چې ډېټ سيلېنګ یا د قرض چت بلل کېږي.

د قرض موجوده حد ۳۱ اشاریه څلور ټرېلین ډالر دی چې د امریکې حکومت ورته د جنورۍ په میاشت کې رسېدلی دی. د خزانې وزارت د غیر معمولي اقداماتو په عنوان ګامونو دلاندې خپل اخراجات پوره کوي.

د امریکې ایین کانګرس ته اختیار ورکړی چې حکومت دپاره د قرض حد وټاکي، یعنې حکومت د کانګرس د ټاکل شوي حد نه د زیاتو پېسو قرض نه شي اخیستلی.

د خزانې وزارت د فېسکل ډېټا فېسکل ډنومې وېب پاڼه چې د مالياتي چارو په اړه د معلوماتو وضاحت وړاندې کوي، وايي وفاقي حکومت په هغه صورت کې قرض اخیستلو ته ضرورت پېښېږي کله چې د حکومت دومداره اخراجات او بېلونه یوازې د حکومت په امدن نه پوره کېږي. حکومت امدن د ټېکسونو نه ترلاسه کوي.

فېسکل ډېټا وېب پاڼه وايي نېشنل ډېټ یا قومي قرض حکومت د دې جوګه کوي چې د دوامدارو پروګرامونو خرچ ادا کړي، که په لاس کې ورسره پېسې نه هم وي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د خزانې وزیرې جېنېټ یلن وویل که کانګرس حکومت ته د نور قرض اخیستلو اجازت ور نه کړو نو غیر معمولي اقدامات به زر یا د جون د لومړۍ نېټې پورې ختم شي او حکومت به خپلې مالي ذمه وارۍ په پوره کولو کې ناکامه یا دیوالیه شي.

د کانګرس غړو ته د ګل، دوشنبې، په ورځ لیکل شوي خط کې یلن وویل په امریکا د اعتماد برقرار ساتلو دپاره ضروري ده چې کانګرس دې په بېړنۍ توګه ګام واخلي.

مېرمن یلن وویل تر اخېري وخت پورې انتظار کول ملک، اقتصاد او د امریکې ولس ته نقصان رسوي.

د صدر بایډن د واکمن ډېموکرېټېک او د حزب اختلاف ريپبلېکن پارټۍ مشرانو خواهش ظاهر کړی چې نه غواړی چې وفاقي حکومت ډيفالټ یا دیوالیه او د اخراجاتو ادا کولو جوګه پاتې نه شي خو فریقېن په طریقه کار اختلافات لري.

د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د ريپبلېکن پارټۍ سپيکر کېون مېکارتي ویلي د حکومت د قرض اخیستلو حد د زیاتولو اراده لري خو حکومت دې په یو شمېر اخراجاتو کې په پراخه کچه کمی وکړي او یو شمېر هغه تګلارې چې د زاړه پالو دپاره مقبولیت لري نافذ کړي.

د وي او ای رپورټ وايي ريپبلېکنز چې په کومو برخو کې اخراجات د کمولو غوښتنه کوي په هغو کې ګڼ شمېر برخې د صدر بایډن په اېجنډه کې شاملې دي.

صدر بایډن او ډېموکرېټس د ريپبلېکنز تګلاره غیر ذمه وارانه او یرغمل نیول بللي او غواړي چې کانګرس دې بغیر د څه شرطونو د قرض حد د زیاتولو قانون منظور کړي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال راب ګارور او د فېسکل ډېټا وېب پاڼې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG