امریکایي مطبوعات وایي صدر جو بایډن به نن د سه شنبې- نهې په ورځ یو داسې حکم مخې ته راوړي چې د امریکې او مېکسیکو په ګډه پوله به د پناه غوښتونکو کډوالو د را اوښتلو شمېر په تېزۍ سره کم کړي.
رپوټونه وایي د امریکې او مېکسیکو پولې ته نیژدې د امریکایي ښارونو یو شمېر مېران یا ښاروالان را بلل شوي دي چې په سپینه ماڼۍ کې د د کډوالو د مخنیوي د حکم لاسلیک کولو شاهدان وي.
د صدر بایډن د انتظامیې چارواکي وایي، دا حکم به په مؤثره توګه پوله له هغه وروسته بنده کړي چې د هفته وار اوسط په بنیاد امریکې ته داخلېدونکو کسانو شمېر په ورځ کې 2,500 ته ورسیږي.
رپوټونه وایي چې صدر بایډن کله په دې حکم باندې لاسلیک وکړي له هغه وروسته به سمدستي ورباندې عمل پیل شي ځکه چې وایي امریکې ته د داخلېدونکو کډوالو شمېر له مخکې لا تر ټاکلي حد زیات شوی دی.
صدر بایډن دا حکم د امریکې 72 کاله پخواني د کډوالۍ او شهریت د قانون 212 (f) د یوې برخې لاندې د ایګزیکټیو حکم په توګه جاري کوي.
دا قانون د امریکې صدر ته پراخ واک ورکوي چې خپلو ملي ګټو ته په کتلو سره هیواد ته د هر ډول کډوالو د ننوتلو مخه ونیسي.
پخواني صدر ډونالډ ټرمپ هم د کډوالۍ په اړه د خپلو سختو اقداماتو د عملي کولو لپاره د همدې قانون له یادې مادې کار اخیستی وو او د ناقانونه کډوالو د راتګ په مخنیوي سره یې زرګونه ماشومان له مور او پلاره جلا کړي وو.
ټرمپ په خپل دې اقدام کې د "صفر زغم" پالیسۍ له مخې له اوو مسلمانو هیوادونو څخه هم امریکې ته د کډوالو د راتګ مخه نیولې وه او دې ته یې "مسلمان بندیز" نوم ورکړی وو.
ډانلډ ټرمپ د امریکې د روان کال صدارتي ټاکنو ته بیا د ریپبلکن ګوند په استازیتوب امیدوار دی او ژمنه یې کړې که هغه د نومبر په میاشت کې بیا وټاکل شي د مهاجرت سختې پالیسۍ به بیا پیل کړي.
امریکایي رسنۍ وايي بایډن دا حکم ځکه جاري کوي چې په تېره فرورۍ میاشت کې د امریکې په سېنټ کې اکثریت ریپبلکنو او ځینو ډیموکرېټانو د ټرمپ تر اعتراضونو وروسته د سرحدي امنیت قانون رد کړی وو.
یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.
Forum