لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن د نیواورلېنز ترهګرۍ برید کې د وژل شوو کسانو د کورنیو سره لیدلي

نیواورلینز ته د رسېدو وروسته بايډن او د هغه میرمن جېل بایډن اول هغه عارضي یادګار ته لاړل چیرته چې حمله شوې وه. جېل بایډن په یادګار د سپینو ګلونو ګیډۍ کېښوده او صدر بایډن د صلیب نخښه جوړه کړه
نیواورلینز ته د رسېدو وروسته بايډن او د هغه میرمن جېل بایډن اول هغه عارضي یادګار ته لاړل چیرته چې حمله شوې وه. جېل بایډن په یادګار د سپینو ګلونو ګیډۍ کېښوده او صدر بایډن د صلیب نخښه جوړه کړه

د امریکې صدر جو بایډن او لومړۍ مېرمن جېل بایډن د ګل، دوشنبې په ورځ د لوزیانا ایالت نیواورلینز ښار ته سفر وکړو او د هغو کسانو له خپلوانو سره یې غمشریکي او خواخوږي وکړه چې د نوي کال په شپه یو تن موټر پرې ور وخېژاوه، 14 تنه یې و وژل او او 35 نور یې ټپیان کړل.

نیواورلینز ته د رسېدو وروسته بايډن او د هغه میرمن جېل بایډن اول هغه عارضي یادګار ته لاړل چیرته چې حمله شوې وه. جېل بایډن په یادګار د سپینو ګلونو ګیډۍ کېښوده او صدر بایډن د صلیب نخښه جوړه کړه. د دغه وروسته بیا دواړه هغه چرچ یا کلیسا ته لاړل چیرته چې دوی په حمله کې د وژل شویو کسانو د کورنیو سره ولیدل.

صدر او لومړۍ مېرمن په حمله کې د وژل شویو او ژوندي پاتې شویو کورنیو او د سیمه ییز قانون پرځاې کوونکو سره په شخصي توګه ولیدل، او وروسته یې د بین المذاهب تقریب کې ګډون وکړو.

د چارواکو په وینا شمس الدین جبار په نوم د هیوسټن اوسېدونکي 42 کلن پخواني پوځي د نیواورلېنز په بوربن روډ کې پر ګڼ شمېر خلکو په تېزۍ موټر ور وخېژاوه او وروسته پولیس هغه په ډزو وواژه.

د نوي منتخب صدر ډانلډ ټرمپ د لوړې یا سوګند تر مراسمو مخکې بایډن په سپینه ماڼۍ کې یواځې دوې اوونۍ نور وخت لري او هغه غواړي د لوزیانا ایالت په سفر کې له هغو پلټونکو سره هم وویني چې وايي جبار په یواځې سر دا برید پلان کړی خو د ترهګر برید اثر یې له داعش ډلې اخیستی وو.

د پلټنو مرکزي ادارې وویل، جبار د نوي کال په شپه د موټر تر برید شاوخوا یوه نیمه ګنټه مخکې پر ټولنیزو رسنیو پینځه ویډیوګانې خپرې کړې وې چې پکې یې د اسلامي دولت یا داعش ترهګرې ډلې ملاتړ څرګند کړی وو.

د امریکې د جرمونو د تحقیقاتو د اعلی ادارې یوه چارواکي د یکشنبې- اتوار په ورځ وویل، جبار چې ځانګړې هېنډزفري یا سمارټ عینکې یې په سترګو وې، د تېر کال په اکتوبر کې دوه ځله د نیواورلېنز د برید سیمې ته ورغلی وو چې «فرینچ کوارټر» ګاونډ نومېږي.

په نیواورلېونز کې د ایف بي ای د ځایي دفتر مشر او د دې ادارې ځانګړی ایجنټ لیونیل مېرتیل وایي، ویډیو ښیي چې مشکوک بریدګر په فرینچ کوارټر کې پر بایسکل سپور "میټا عینکې" یې په سترګو دي چې د ریکارډنګ یا د لایو خپرېدو وړتیا لري.

مېرتیل دا هم وویل، چارواکي د جبار د دوو بهرنيو سفرونه په اړه هم پلټنې کوي چې وایي یو یې د 2023م کال په دوبي یا ووړي کې قاهرې ته کړی وو او بل سفر یې له هغه څو ورځې وروسته کېنېډا ته کړی وو.

د ایف بي ای مرستیال مشر کریسټوفر رایا د شنبې- خالي په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، د پلټنو ټول تفصیلات او ثبوتونه چې دوی تر اوسه پورې تر لاسه کړي دي دا تاییدوي چې جبار په نیواورلینز ښار کې د برید په پلانولو کې یواځې وو:

"موږ په امریکا کې د [هغه د] کوم ملګري نخښې نښانې نه دي لیدلې، خو موږ لا هم په امریکا او زموږ له پولو بهر د هغه د ممکنه همکارانو په لټه کې یو".

د برید په ورځ صدر جو بایډن د مېریلېنډ په کېمپ ډیویډ کې ولس ته په خپله وینا کې د نیواورلېنز په پېښه کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته تسلي وړاندې کړې وه او له هغوی سره یې غمشریکي کړې وه.

صدر جوبایډن د جنورۍ په لومړۍ نېټه رسنیو ته په خبرو کې وویل، تر اوسه چې ایف بي ای څومره پلټنه کړې د هغه په بنیاد یې ده ته وویل، چې "وژونکی امریکایي شهریت لرونکی وو" او د امریکې په ټېکساس ایالت کې زېږېدلی وو.

د بایډن په وینا مشکوک بریدګر ډېر کلونه د امریکې په پوځ کې هم فعاله دنده تر سره کړې او تر څو کاله مخکې پورې یې د امریکې د پوځ په ریزرو ځواک کې هم دنده تر سره کړې وه:

"ایف بي ای دا هم راته وویل چې تر برید څو ګنټې مخکې هغه پر سوشل مېډیا یوه ویډیو خپره کړې وه او ویلي یې وو چې له داعش ډلې متاثره دی او د خلکو د وژلو خبره یې کړې وه، په موټر کې یې د داعش بیرغ هم موندل شوی وو".

د امریکې د استازو اېوان د استخباراتو د کمېټې مشر مایک ټرنر د یکشنبې- اتوار په ورځ سي بي ایس نیوز ته په خبرو کې د امریکې هغه پخوانۍ دعوه تکرار کړه چې وایي د داعش او نورو ترهګرو ډلو کوم غړي په امریکا کې دي هغوی "له داعش سره په ګډه کار کوي چې امریکایانو ته زیان ورسوي".

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG