لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شریف د فاټا اصلاحات د رشوت په توګه کاروي: بلاول بهټو زرداري


د پاکستان پیپلز پارټۍ شریک چېرمین بلاول بهټو زرداري د نواز شریف په مرکزي حکومت تور لګولی د فاټا اصلاحات يې د رشوت په توګه کارولي او ځنې سیاسي ګوندونه يې خوشحاله کړي.

نن د پیښور یوه ورځني سفر په مهال په وینا کې بلاول بهټو ویلي د نواز شریف حکومت د پاکستان قبایلي سیمو په اصلاحاتو کې سنجیده نه دی.

٫٫ د فاټا اصلاحات په پاکستان کې د ترهګرۍ پرضد جوړې قامي تګلارې یا نیشنل ایکشن پلان برخه وه. خو ددغه تګلارې د نورو مهمو برخو په شان د نواز شریف مرکزي حکومت په اصلاحاتو هم ځان غلی پاتې کړو.٬٬

د پاکستان په قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ پرضد روانې جګړې اود بې کوره شوي قبایلو په اړه د پیپلز ګوند شریک چېرمین ویلي قبایلي اولس تر ټولو زیاتې قربانۍ ورکړي خو د دغې په بدل کې په فاټا کې د پرمختیا هیڅ کارونه نه دي شوي او نه تراوسه دپرمختیا څه منصوبې اعلان شوي.

د چین پاکستان اقتصادي لارې منصوبه کې د وړو صوبو په حقونو د خبرو په وخت ښاغلي بلاول زرداري ویلي: ٫٫ پکار وه خیبر پښتونخوا او بلوچستان ته په دغه منصوبه کې زیاته برخه ورکړی شوي وی. ځکه دغه دواړه صوبې د ترهګرۍ نه ډیرې اغیزمنې شوي. خو د بده مرغه د نواز شریف حکومت یو وارې بیا یواځې د پنجاب صوبې ګټې په پام کې ساتلي او وړې صوبې يې د سي پیک منصوبې د ګټو نه بي برخې ساتلي.٬٬

بلاول بهټو د پښتونخوا په صوبايي حکومت هم نیوکې کړي چې د مشال خان په وژنه کې ککړ ټول تورن کسان لا تر اوسه نه دي نیول شوي او نه د مشال پلار(اقبال خان) په غوښتنه دغه قضیه د مردان نه بلخوا وړل کیږي.

د بلاول بهټو زرداري د سفر نوحال د حمیدالله په لاندینۍ ویډیوکې وګورۍ.

بلاول بهټو زرداري په یوه ورځني سفر پیښور ته راغلی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG