لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول بهټو: په قبایلي ضلعو کې د انتخاباتو پرمهال د پوځ ټاکنه به انتخابات لانجمن کړي


عبدالرزاق

د پاکستان لوې مخالفه سیاسي ګوند پيپلز پارټې مشر بلاول بهټو زرداري په قبایلي ضلعو کې د جولايي په ۲۰مه کیدونکي ټاکنو په مهال پوځ د مجسټریټ اختیاراتو ورکولو فیصله غندلې او زیاته کړې يې ده که الیکشن کمیشن دغه فیصله واپس نه کړه نو دوي به د دغې پرضد عدالت ته ځي.

په پېښور پرېس کلب کې تیره ورځ د خبرو اترو په وخت بلاول بهټو زرداري ویلي: ٫٫ د الېکشن کمېشن دا فیصله چې پوځ به نه یواځې په پولنګ سټيشنو کې وي، د دوي سره به یو مجسريټ یا قاضي اختيار هم وي او د سزا ورکولو او يو تن جيل ته د لیږلو اختیار به هم لري. دا د انتخابي کمېشن غلطه فيصله ده او زمونږ ګوند کمېشن ته د دغه فیصلې بیرته اخستو په اړه خط لیږلی. که چرې انتخابي کمېشن زمونږ د غوښتنې په اړه څه فيصله ور نه کړه نو مونږ به بیا عدالت ته ځو.٬٬

د پیپلز پارټۍ مشر د یادې خبري غونډي پر مهال تور لګولی چې حکومت مخالفه سياسي ګوندونه نه غواړي د قبايلي ضلعو دغه انتخاباتو په موقع د دهاندلۍ يا ټګۍ تورونه د هیواد په يوه لویه اداره (پوځ) راشي.

نوموړي ویلي: ٫٫ مونږ غواړو که د دهاندلۍ يا تګۍ الزام لګۍ نو هغه دې په سياسي جماعتونو ولږي په بيوروکريټس دې ولګي. که چرې پوځ د پولنګ سټېشن دننه وي نو اداري به هم متنازغه یا لانجمنې شي او انتخابات به هم متنازعه وي.٬٬

د روانې مياشتې په ۲۰ نيټه په قبايلي ضلعو کې کيدونکې ټاکنو په اړه د عوامي نشنل ګوند مرکزي جنرل سيکتر ميا افتخار حسين وي او ای ډیوه ته ویلي چې په ټول ګوندیز کانفرنس کې جوړې شوې کميټۍ هم د پاکستان انتخابي کمېشن ته یو خواست لیږلی او غوښتنه يې کړې چې د قبايلي ضلعو ټاکنو کې دې پوځ پر ځايې سېول انتظاميه کار ترسره کړي.

پېښور کې د انګريزې ژبې روځپاڼې خبريال وسيم احمد شاه وي او ای نیوز ته ویلي د انتخاباتو پرمهال او په خاصه توګه په پولنګ سټېشنو کې د پوځيانو ټاکنې سر میډیا ته هم په کار کولو کې ستونزې وي او د الېکشن کمېشن عمله هم د سختې سیکورټۍ له وجې د یو شمیر مشکلاتو سره مخ وي.

د خېبر پښتونخوا قبايلي ضلعو کې د کیدونکي انتخاباتو وړاندې په ځنو برخو کې د ځايي چارواکو لخوا ۱۴۴ ماده پرځاې کړی شوې او حکومت مخالفه سیاسي ګوندونه تور لګوي چې دغه ماده یواځې د مخالفه ګوندونو د کاندیدانو پرضد لګول شوي.

خو د دغه قبایلي سیمو چارواکي بیا وايي چې دغه ماده په دغه سیمو کې د بد امنۍ د پېښو د خطر د ویرې لګول شوې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG