لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب صوبه کې د مذهب سپکاوي په سر تورن يو " احمدي " وژل شوی


له دې وړاندې د مذهب د سپکاوي په سر تورن يو شمېر نور کسان هم په نخښه شوي دي
له دې وړاندې د مذهب د سپکاوي په سر تورن يو شمېر نور کسان هم په نخښه شوي دي
د پاکستان پنجاب صوبې په شيخوپوره ضلع کې د احمدي فرقي سره تعلق لرونکی يو کس چې د مذهب د سپکاوي په تور پوليس نيولی ؤ ، په پوليس تهاڼه کې پرې دننه يو کس ډزې کړي او وژلی يې دی .
د راپورونو ترمخه دغه پېښه چې د پنجاب صوبې د سر ښار لاهور نه ۳۳ کلوميټره لرې رامينځته شوې ، په اړه يې د احمدي ډلې د پاکستان وياند سليم الدين يوه خبر پاڼه کې وئيلي ، د شيخوپوره ضلعې د شرق پور تهاڼې پوليس سره د احمدي فرقي ۶۵ کلن خليل احمد د مذهب د سپکاوي په تور په حراست کې ؤ ، چې د جمعې په ورځ سليم احمد نومې کس تهاڼې ته ورغلی او خليل احمد باندې يې په حوالات کې دننه ډزې کړي او وژلی يې دی .
د سليم الدين په وينا څو ورځې وړاندې په شرق پور نومې کلي کې د احمدي فرقې څلور کسان د مذهب د سپکاوي په تور نيول شوي وو . چې پکې درې بيا په ضمانت خوشي شوي ، اود څلورو بچو پلار دغه يو کس چې خليل احمد نوميدو ، لا پوليس سره په حوالات کې ؤ چې د جمعې په ورځ ووژل شو .
د انساني حقونو تنظيمونه وايي ، پنجاب صوبه کې تازه پېښه او په ملک کې د مذهب د سپکاوي مخ په زياتېدو کيسونه د دې خبرې غمازي کوي ، چي په هيواد کې د زغم پيمانه لا نوره کميږي .
د احمدي ډلې وياند په خبرپاڼه کې وئيلي ، چې په شيخوپوره کې د يوې معمولې جهگړې په سر د کلي خلکو په لوډ سپيکرو اعلانونه کړي ، اوبيا يې په احمديانو د حملې هڅه کړې وه . له هغې وروستو پوليس دغه څلور کسان نيولي او د مذهب د سپکاوي مقدمه يې پرې درج کړې وه .
د پاکستان د اساسي قانون ترمخه احمدیان غیر مسلم دي . د دغه فرقې په عبادتخانو او نورو مرکزونو د دې نه وړاندې هم حملې شوي دي .
دغه رنگ له دې وړاندې د مذهب د سپکاوي په سر تورن يو شمېر نور کسان هم په نخښه شوي دي ، چې پکې يو د پنجاب صوبې پخوانی گورنر سلمان تاثير هم شامل دی . سلمان تاثير په داسې حال کې پايه تحت اسلام اباد کې د هغه خپل ساتونکي ممتاز قادري په هدف کړی ؤ ، چې نوموړي د مذهب د سپکاوي په قانون کې د بدلون خبره کړې وه .
د راپورونو ترمخه په تيرو څلورو کالو کې د مذهب د سپکاوي په تور د احمدي فرقې ۸۶ کسان وژل شوي دي .
پايه تحت اسلام اباد کې په کال ۲۰۱۲ م کې شوي يو تحقيق کې وئيل شوي ؤ ، چې په ورستو کلونو کې د مذهب د سپکاوي په تورونو کې سېوا والی مخې ته راغلی ، او په تحقيق کې وئيل شوي ؤ چې په کال ۲۰۰۱ کې د دغه رنگ تورونو شمېره يواځې اته وه . او بيا په کال ۲۰۱۱م کې دغه شمېره ۸۰ ته رسېدلې وه .
روان کال کې د دغه ډول پېښو کره شمېره نه ده مالومه ، خو راپورونه وايې چې په دغه لړۍ کې ډېر زياتوالی مخې ته راغلی دی .
څلور ورځې وړاندې هم د پنجاب صوبې په جهنگ سيمه کې د ۶۸ وکيلانو په ضد د يو صحابي د نوم د سپکاوي په سر د توهين مذهب د قانون لاندې مقدمه درج شوې وه .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG