لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: په کور کې چاودنې څلور تنه وژلي


عکس پخوانی دی.
عکس پخوانی دی.

له افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا په بر جنوبي وزیرستان کې په یو کور کې چاودنه شوې چې پکې د یوې کورنۍ څلور کسان وژل شوي او یو ماشومه ژوبل شوې ده.

ځایي خلک وايي دا ډرون برید وو خو حکومت یې تصدیق یا ترید نه دی کړی .

ځايي حکومتي چارواکي د پېښې تایید کوي او وايي دا پېښه د لدها تحصیل تنګي بدینزۍ سیمه کې شوې او پلټنې یې پیل کړې دي.

د لدها پولیسو تاڼې چارواکو وویل په چاودنه کې د پینځه کسانو خبر ترلاسه شوی چې پکې دوه ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي .

د دوی په وینا په اطلاع تر لاسه کېدو سره سم د پېښې ځای ته روان شوي او پلټنې یې پیل کړې دي .

د ژغورنې اداره رېسکیو 1122 وايي د پېښې له ځايه د څلورو کسانو مړي او یوه ماشومه ژوبل حالت کې را ایستل شوي او ژوبل ماشومه په مرګوني حالت کې د علاج د پاره لومړی په سراروغه سیمه کې روغتون وړل شوې خو هلته د اسانتیاو د نيشتوالي له امله 200 کلومیټره لرې ډېره اسماعیل خان سیمه کې پوځي روغتون ته وړل شوې .

ځایي خلک وايي دوي د شپې ناوخته د درنې چاودنې غږ اورېدلی او هغه مهال په هوا کې د ډرون الوتکه لیدل شوې.

د دوي په وينا چاودنه کې بنات مسید د هغه مېرمن، یو لور او تنکی زوی وژل شوی او 14 کلنه یوه لور یې ژوبل شوې

په سیمه کې امنیتي سرچینو ویلي د دوی د مالوماتو له مخې دا یو ای ډي بم چاودنه وه.

د سرچینو وینا ده دا کور د افغان خارجي جنګیالیو تر استعمال لاندې وو چې پکې د دوی د وسله جوړولو کارخانه وه، د وژل شوو کسانو کورنۍ په کرایه ورکړی وو او د شپې پرمهال هغه د وسله والو څخه پاتې شوي پخواني توکي چاودېدلي دي

ځایي خلک وايي د تېرې څه مودې راهسې په هوا کې د ډرون الوتکې لیدل کیږي .

په سیمه کې یو امنیتي چارواکي وویل تنګي بودینزۍ سیمه کې وسله وال خوندي ځالې لري چې ځایی خلک د ډهال په توګه کاروي او د هغوی د څارنې د پاره په هوا کې ډرون الوت کوي. چې کله هم دوی ته په لاس کره استخباراتي مالومات ورځي، په ضد یې عملیات کوي.

د پي ټي ایم فعال او د علاقې ځايي اوسېدونکی عالمزیب مسید وايي دا یو ډرون برید وو او دوی ته د توغندیو ټکړې په لاس ورغلې دي .

هغه وویل په علاقه کې د راه نجات عملیاتو په پایله کې کورونه وران ویجاړ دي او د یخنۍ نه د بچ کېدو دپاره د ټانک ضلعې په ګومل سیمه کې سره د کورنۍ مېشت وو

عالمزیب وویل دوي په ترهګرۍ کې څه لاس نه لري او تېرہ ورځ د ګرمه څخه بیرته خپلې سیمې ته ستانه شوي چې د شپې پرمهال له هوا څخه د دوي په کور توغندي داغل شوې دي.

وي او اې په دې اړه د ضلعې د پولیسو مشر ملک حبیب او د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې ای اېس پي ار پېښور څانګې مشر څخه د واټس اېپ د لارې پوښتنه کړې خو تر دې مهال یې څه ځواب نه دی کړی.

تنګي بودینزۍ د لدها تحصیل هغه سیمه ده چې د کال 2009م راه نجات پوځي عملیاتو وروسته د هر قسمه ناامنۍ څخه پاکه ګرځول شوې او د عملیاتو پرمهال بې کوره شوي خلک بیرته ستانه شوي دي.

ځایي خلک وايي د عملیاتو پرمهال یې کورونه وران ویجاړ شوي چې له امله دوی ژمی د صوبې په بندوبستي سیمو کې د کرایه په کورونو کې تېرېږي او په ګرمۍ کې بیرته خپلو سیمو ته ستانه شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG