لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وزيراعظم مشيراميرمقام په قافله دوؤ چاؤدنو کې شپږ کسان وژل شوي


اميرمقام د مسلم ليگ ن ډلې مرکزي سينئر نائب صدر او وزيراعظم نوازشريف مشير دی
اميرمقام د مسلم ليگ ن ډلې مرکزي سينئر نائب صدر او وزيراعظم نوازشريف مشير دی

د وزيراعظم نوازشريف د مشير اميرمقام په قافله د شانگله پار ضلعې په مارتونگ سيمه کې دوه بمي چاؤدنې شوي ، چې په نتيجه کې يې د درې پوليسو په گډون شپږ کسان وژل شوي ، او خپله اميرمقام روغ پاتې شوی دی .


د وزيراعظم نوازشريف د مشير اميرمقام په قافله د شانگله پار ضلعې په مارتونگ سيمه کې دوه بمي چاؤدنې شوي ، چې په نتيجه کې يې د درې پوليسو په گډون شپږ کسان وژل شوي ، او خپله اميرمقام روغ پاتې شوی دی .
د اتوار په ورځ د مسلم ليگ ن ډلې د مرکزي سينئر نائب صدر او د وزيراعظم نوازشريف مشير اميرمقام باندې چاؤدنې په داسې حال کې شوي ، چې کله نوموړی د شانگله پار ضلعې د مارتونگ سيمې نه خپل کلي ته په لار ؤ .
د دغو چاؤدنو په اړه خپله اميرمقام مطبوعاتو سره خبرو کې وويل ، زه د مارتونگ سيمې يو کلي ته د دوه کورنو روغې له ورغلی ؤم ، اوچې کله بيرته خپل کلي پورن ته د خپلو محافظو او پوليس قافلې سره روان ؤم نو لار کې راباندي دغه چاؤدنې وشوي ، او زه پکې خپله بچ پاتې شوی يم .
اميرمقام خپله د چاؤدنو په نتيجه کې د شپږو کسانو د وژل کېدو پخلی کړی دی او وئيلي يې دي ، په وژل شوؤکسانو کې درې زما خپل محافظ او درې پوليس شامل دي . د نوموړي په وينا له دې وړاندې په هغه باندې پنځه بريدونه شوي او دا شپږم دی .
د پوليس سرچينو ترمخه د اميرمقام په قافله شوې دواړه چاؤدنې د سړک په غاړه اېښودل شوؤ بمونو په زريعه شوي دي ، او بمونه په ريموټ ډزول شوي دي .
د ملاکنډ ډويژن د پوليس ډي ائي جي عبدالله وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې وويل ، اميرمقام باندې د شوؤ چاؤدنو وروستو پوليس په علاقه کې پلټنې پېل کړي دي اودوه شکمن کسان يې نيولي دي .
پاکستاني طالبانو په امیر مقام د حملې ذمه واري په غاړه اخېستې ده.
د امیر مقام په قافله د حملې په هکله نور تفصیل د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال فیاض ظفر رپورټ کې دلته اوریدی شۍ. رپورټ کې د امیرمقام او د پولیس د یو لوړ رتبه چارواکې غږونه هم شته:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00
Direct link

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG