لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلېنکن د غزه په جنګ کې د اوږدو وقفو غوښتنه کړې


د برسلز، بېلجیم، د دورې په مهال بلېنکن خبریالانو ته وویل امریکا غواړي چې د غزه په لویو علاقو کې په هر ډول جګړه کې اوږدې وقفې وکړی شي چې دا ډول هغه خلکو ته امداد ور ورسوول شي چې ورته ضرورت لري
د برسلز، بېلجیم، د دورې په مهال بلېنکن خبریالانو ته وویل امریکا غواړي چې د غزه په لویو علاقو کې په هر ډول جګړه کې اوږدې وقفې وکړی شي چې دا ډول هغه خلکو ته امداد ور ورسوول شي چې ورته ضرورت لري

د امریکې خارجه وزیراېنټني بلېنکن غوښتنه کړې چې د غزه اوسېدونکو ته امدادي شیان رسوولو دپاره دې په جنګ کې اوږدې او حقیقي وقفې وکړی شي.

د برسلز، بېلجیم، د دورې په مهال بلېنکن خبریالانو ته وویل امریکا غواړي چې د غزه په لویو علاقو کې په هر ډول جګړه کې اوږدې وقفې وکړی شي چې دا ډول هغه خلکو ته امداد ور ورسوول شي چې ورته ضرورت لري.

هغه وویل اسرایل د انساني بحران د مخنیوي دپاره ګامونه پورته کړي دي او هغه اهداف یې ترلاسه کړي دي چې د ځان دپاره يې ټاکلي وو. هغه زیاته کړه وخت راغلی چې په غزه کې جنګ ختم کړی شي.

د دې نه مخکې د لبنان سرښار بېروت په شمال کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د اسرایل په بمبارۍ کې شپږ کسان ووژل شوو. د اسرایل پوځ د بېروت د جنوبي مضافاتو په ځینو برخو کې مقامي خلکو ته کورونو نه د وتلو هدایات جاري کړي دي.

د اسرایل پوځ د شورو، چهارشنبې، په ورځ د سوشل ميډیا په ټېلېګرام وېب پاڼه وویل تېره شپه يې په لبنان کې د حزب الله د وسلو د ذخيره کولو په سهولتونو او په کمانډ مرکزونو د استخباراتي معلوماتو په بنیاد حملې وکړې.

اسرایلي پوځ وویل دغه حملې يې په ضاحیه سیمه کې کړې چې د حزب الله مرکز دی.

اسرایلي پوځ وویل ملکي خلک نقصان نه د بچ کولو دپاره ګڼ شمېر ګامونه اخیستل شوي وو او د سیمې خلکو ته پېشګي خبرداری هم ورکړی شوی و.

اسرایلي پوځ چې د ايي ډيف اېف په مخفف هم یادېږي د شورو، چهارشنبې، په ورځ يې وویل په تازه حملو کې د حزب الله ځینې کمانډارن هم وژل شوي دي.

بلخوا، ای اېف پي خبري ادارې دا خبر رپورټ کړی چې روس د اسرایل نه غوښتلي چې په شام کې د روس د یو پوځي مرکز سره نږدې د فضايي حملې نه کوي.

تېره میاشت اسرایل د شام په ساحلي ښار اللاذقية حمله وکړه چې د شام صدر بشارالاسد د حمایت مرکز ګڼل کېږي. حزب الله او روس د بشارالاسد ملاتړ کوي.

اللاذقية د حمیمیم کلي سره نږدې دی. روس په حمیمیم کې د هوايي پوځ مرکز لري.

د نږدې ختیځ دپاره د روسي صدر ولادېميرپوټن خصوصي استازي الېګزېنډر لاورېنټیوف ای ايي ای نووسوکي خبري ادارې ته وویل اسرایل د حمیمیم بېخي نږدې هوايي حمله کړې ده.

هغه روسي پوځي چارواکو اسرایلي مامورینو ته ویلي چې داسې ګامونه چې د روسي عسکرو ژوندونه په خطر کې غورځوي د قبلولو وړ نه دي.

امریکې د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د امریکې د غوښتنې سره چې غزه دې ته زیات امداد پرېښودل شي، اسرایل په محدوده کچه پرمختګ کړی دی نو ځکه به د صدر بایډن حکومت اسرایل ته د وسلو انتقال نه محدودوي
د امریکې د خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ نایب ترجمان، وېدانت پټېل، خبریالانو ته وویل دا وخت دا اندازه نه ده لګول شوې چې اسرایل د امریکايي قانون خلاف ورزي کړې ده.

امریکايي حکومت د اکتوبر په ۱۳ نېټه اسرایل ته مهلت ورکړی و چې غزه ته دې امداد زیات کړي او که نه وي نو د امریکي په پوځي امداد کې د کمي سره به مخامخ شي. دغه مېعاد د نهې، سه شنبې، د ورځ پورې و.

پټېل وویل اسرایل ته څه رعایت نه ورکول کېږي خو امریکا غواړي چې په غزه کې په مجموعي توګه انساني صورتحال بهتر شي.

د ملګرو ملتونو دپاره د امریکې سفيرې لنډا ټامس ګرین هم د سېکيورټي کاونسل غونډې ته وویل اسرایل ځینې اهم ګامونه پورته کړي دي.

د ملګرو ملتونو یو اعلا چارواکي د سېکیورټي کاونسل هم دغه غونډې ته وویل غزه ته د انساني امداد کچه او د دې تقیسمېدل په تېر یو کال کې تر ټولو لاندې سطحو ته غورځېدلی دی. هغه د غزه په شمال کې د اسرایلي پوځ په عملیاتو تنقید هم وکړو.

اسرایل دا خبره ردوي چې غزه ته امداد یې محدود کړی، د ملګرو ملتونو په ادارو د سست روۍ او په حماس الزام لګوي چې امدادي شیان پټوي.

په غزه کې جنګ د کال ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شوی دی. د حماس په حمله کې په اسرایل کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو. تر ۱۰۰ پورې یرغمالان اوس هم په غزه کې د حماس په ولکه کې دي.

د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی دی. د غزه د صحت وزارت وايي په سیمه کې د جنګ دلاسه د ۴۳۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي چې اکثریت يې ښځې او ماشومان دي. اسرایل وايي په غزه کې د زرګونو په شمېره کې وسله وال هم وژل شوي دي.

په غزه کې جنګ د اسرایل د شمالي سرحد نه پورې لبنان ته هم غځېدلی دی.

په غزه کې جنګ د شروع کېدو راهسې حزب الله به په اسرایل د راکټو او ډرون حملې کولې د دې په جواب کې اسرایل په لبنان کې پوځي عملیات شروع کړي دي. په لبنان کې ۳۲۰۰ کسان وژل شوي دي.

د ایران حمایت یافته دواړه تنظیمونه حزب الله او حماس امریکې ترهګرې ډلې ټاکلي دي.

د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل
د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG