لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلينکن: اسرايل د امکان تر حده د ملکي وګړو په خوندي کولو کې پاتې راغلی


امریکا چې د حماس پرضد د اسرايل په جګړه کې تر ټولو کلک ملاتړ کوي، د اتوار په ورځ یې ويلي، د اسرایل پوځ د خپلې هغې اعلان شوې ارادې په پوره کې پاتې راغلی چې په غزه کې به د اسرایل د بريدونو څخه په تېښته ملکي وګړي د امکان تر حده خوندي کوي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزير انتونيو بلينکن د (سي اېن اېن) سټېټ اف دې يونين خپرونه کې ویلي، "دا ضروري ده چې ملکي وګړي خوندي شي". خو اسرایل چې د بحېره روم سره په تنګه سیمه کې د وسله والو توندلارو پرضد علميات کوي د ملکي فلسطينيانو په وژنه کې پاتې راغلی.
نوموړي ويلي، "هغه څه چې مونږ یې نه وینو هغه د شخړې وختونه دي چې غزې ته بشري مرستې ور وړل شي"، او د هغو علاقو دپاره د "حد بندۍ واضحه کول" چرته چې به اسرايل حمله نه کوي او ملکي وګړي به خوندي وي.
بلينکن زياته کړې،"مونږ فکر کوو چې د ملکي وګړو د ساتنې هڅې زياتولو ته اړتیا لري"، هغه څه نه دي پوره شوې چې اسرایل یې ژمنه کړې وه، او حقيت دا دی چې په زرګونو ملکي وګړي وژل شوي دي.
نوموړي (اې بي سي) ته ويلي، "په اراده او نتيجه کې فاصله ده".
د حماس د کنټرول لاندې د صحت وزارت ويلي د حماس پرضد د اسرايل د تېرو اووه اوونيو په هوايي او ځمکنيو عملیاتو کې د 17000 نه زیات کسان وژل شوي، زياتره یې ښځې او ماشومان دي.
اسرايل د حماس پرضد د اووم اکتوبر د حماس په جنوبي اسرايل بريد چې پکې 1200 کسان وژل شوي او 240 یې يرغمل کړي وو، وروسته عمليات پېل کړي وو. د حماس سره اوس هم 140 کسان يرغمل دي.
بلينکن ويلي، "هر څوک غواړي چې وويني چې جګړه ختمه شي څومره زر چې ممکن وي"، خو دا پرېکړه به اسرايل کوي چې کله حمله ودروي. هغه زياته کړې حماس له هم پکار ده چې په اسرايل حملې ختمې کړي او پاتې يرغمل کسان خوشي کړي.
هغه ويلي، " تر څو چې په غټه کچه پوځي عمليات نه وي ختم شوي، دا خاتمه نه ده"، د نوموړي په خبره د اسرايل دپاره تر هغې وخته تل پاتې امن نه شي په ځای کېدی څو پورې چې د فلسطينیانو هيلې نه پوره شوي.
اسرایل د اتوار/ يکشنبې په ورځ هم غزه کې عمليات دوامداره ساتلي، د اسرایل پوځ ویلي په تيرو 24 ساعتونو کې یې د خان يونس په جنوبي علاقو او د غزې په شمال کې د شجایا سره نزدې 250 اهداف په نخښه کړي دي.
فلسطينيانو ته ویل شوي د غزې جنوب ته دې لاړ شي چې په شمال کې د حملو څخه بچ شي خو دوی ته د اسرایل د حملو څخه بچ کېدو دپاره خوندي ځای نه مېلاويږي.
اسرايل وايي حماس ځان په ملکي خلکو کې پټ کړی او ملکي وګړي د ډهال په توګه کاروي. حماس دغه تور ردوي.
د صحت د نړيوال پروګرام مرستيال مشر کارل سکو ویلي، په غزه کې بشري بحران سېوا کيږي او په غزه کې په لسو کې نهه تنه هر ورځ خوراک نه کوي.
د اسرایل پوځ وايي، په غزه د حماس د کنټرول ختمولو دپاره پرمختګ کوي او جنوبي غزې ته هم خپل عملیات پراخوي.
د اسرايل د پوځ لفټننټ کرنل ریچرډ هيک د خالي/ شنبې په ورځ بي بي سي ته ويلي، "د هر ملکي وګړي مرګ دردمند دی خو مونږ سره یې بله لاره نشته".
د اسرایل د ملي امنیت سلاکار تزاچی هانيګبي ويلي، د اسرایل ځواکونو تراوسه پورې د حماس 7000 وسله وال وژلي خو دا یې نه دي ویلي چې څنګه یې دا شمېرې معلومې کړي دي.
د صحت نړیوالې ادارې د اتوار په ورځ په غزه کې د صحت د صورتحال خبرې کړي دي.
امریکا اسرايل ته د حماس پرضد جګړه کې وسلې ورکوي، امريکې د حماس ډله ترهګره ډله ګرځولې ده.
د صدر بايډن انتظامیې ويلي، امریکې اسرايل ته د 106.5 ملينه ډالرو د ټېنکونو دپاره 14000 ګولۍ يا مرمۍ ورکړي دي.
د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي،"امريکا د اسرایل امنیت ته ژمنه ده او دا د امریکا د ملي ګټو دپاره اړينه ده چې د اسرایل سره د خپلې دفاع دپاره ځان تیار او په ځای ساتلو کې مرسته وکړي ".
د اسرایل وزيراعظم بنين يامين نېتن ياهو ستاينه کړې چې امریکې د ملګرو ملتونو په امنیتي شورا کې په غزه کې د جنګ بندۍ غوښتنه رد کړې ده.
د ترکي صدر رجب طيب اردوان د خالي په ورځ په امنیتي شورا کې د اصلاحاتو کولو غوښتنه کړې ده، هغه ویلي امريکا باوجود د دې چې د ملکونو په غټه کچه ملاتړ کوي خو په غزه کې د جنګ بندۍ وړاندیز ردوي.
امریکا ویلي ځکه یې د جنګ بندۍ مخالفت کړی چې دا جنګ بندي حماس ته د بيا يو ځای کېدو او نوو حملو موقع ورکوي.
واشنګټن د دې په ځای په جګړه کې د وقفې، چې ملکي وګړي خوندي شي او يرغمل کسان خوشي شي، ملاتړ کوي.
(د دې خبر معلومات د اې پي، اې اېف پي او رویټرز څخه اخستل شوي)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG