د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتني بلينکن د پاکستان د بهرنیو چارو وزير اسحاق ډار سره په ټيليفون خبرو کې په مختلفو موضوعاتو غږېدلی دی، دا د امریکا د بهرنيو چارو وزير د اسحاق ډار د بهرنيو چارو وزير جوړېدو پس لومړۍ خبرې وې.
د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي، انتني بلينکن د جمعې په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار سره په ټیليفوني خبرو کې د امریکې د پاکستان سره د پياوړې همکارۍ دپاره ژمنه تکرار کړې چې د دواړو هېوادونو سوکالۍ پله پر مخ تګ وکړي.
د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند مېتهيو ميلر ویلي، بلينکن په خبرو کې د ترهګرۍ پرضد مباررې، سوداګرۍ او تجارت سېوا کولو کې د ملګرتیا، ښځو په اقتصادي امنيت او پياوړتیار په برخه کې په دومداره همکارۍ ټينګار وکړو.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار د امریکې د بهرنيو چارو وزير سره د ټيليفوني خبرو په اړه په اېکس (پخواني ټویټر) ويلي،
"د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتني بلينکن لخوا د اومبارکۍ په ټيليفون ترلاسه کولو خوشاله شوم، په دوه اړخيزه چارو مو خبرې وکړې، د تجارت، اقتصاد، پانګونو او ترهګرۍ ضد برخو کې مو په ګډه کار او مرستو ته د ودې ورکولو ژمنه وکړه. د دواړو هيوادنو ترمنځ د روانۍ همکارۍ په هيله".
له دې وړاندې د تېرې جمعې په ورځ (29مه فرورۍ) د امریکې صدر جوبایډن د پاکستان وزیراعظم ته په استولي خط کې ویلي وو، امریکا به نړۍ او سیمې ته د ورپېښو مهمو چیلنجونو د مقابلې کولو لپاره د پاکستان تر څنګ ولاړه وي.
صدر بایډن پخپل لیک کې شهباز شریف ته د وزیراعظم په توګه د منصب په سمبالولو مبارکي ورکړې او د هغه لپاره یې ښې هېلې ښکاره کړې وې.
شهباز شريف بيا د جوبايډن د خط په ځواب کې ویلي وو، پاکستان د امریکې سره اړيکو ته ډېر اهميت ورکوي او پاکستان د امریکا سره د نړیوالې سولې او ثبات او سيمې د خوشالۍ د ګډو اهدافو ترلاسه کولو دپاره کار کولو ته لېواله دی.
شهباز شریف ویلي وو، پاکستان د امریکا سره اړیکو ته د اهميت ورکولو ترڅنګ، دواړه هيوادونه د توانايۍ، موسمي بدلون، کرکيلې، صحت او تعليم په برخو کې په مهمو اقداماتو په ګډه کار کوي.
د صدر بایډن او وزيراعظم شهباز شریف د خطونو تبادله او د امریکې او پاکستان د بهرنیو چارو وزيرانو د ټیليفون خبرې په داسې وخت کې شوې چې د فرورۍ په میاشت کې د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو د پاکستان د اتمې فرورۍ په عمومي انتخاباتو کې د لاسوهنې او درغلۍ په تورونو اندېښنه څرګنده کړې وه.
پاکستان کې د اتمې فرورۍ د انتخاباتو په نتيجه کې شهباز شریف د پاکستان وزیراعظم منتخب شوی وو. د پاکستان نګران حکومت او الېکشن کمېشن په عامو انتخاباتو کې د درغليو تورونه رد کړي وو.
Forum