لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نړیواله کچه ترهګري زیاته شوی: رپورټ


global peace index 2016
global peace index 2016

د یوې نړیوالې ادارې د رپورټ تر مخه په نړۍ کې ترهگرۍ، سياسی اړي ګړي او جګړو که يو خوا په لکونو خلک وژلي، د دغو له امله نړۍ ته د اربونو ډالرو اقتصادی زيان هم رسیدلی.

د سولې او اقتصادي چارو اداره وايي تیر کال په تشدد کې د زیان او تاوان کچه په ګرده نړۍ کې څوارلس اعشاریه درې ټریلینه ډالره ښودلې ده.

په رپورټ کی ۱۶۳ هیوادونو په فهرست کې پاکستان په ۱۵۲ نمبر دی چې تیر کال په نسبت یوه درجه ښه شوی او افغانستان د شام وروستو دویم هیواد دی چرته چې تر ټولو زیاته بد امني ده.

د کال ۲۰۱۷م د امن نړیوال فهرست تر ټولو پرامنه هیواد یو وارې بیا اېيس لینډ، دویم نیوزي لینډ دریم پرتګال او څلورم اسټریلیا دی.

د دغه فهرست تر مخه په تيرو لسو کالو کې د امن کچه لاندی تللې، هر څه که کال ٢٠١٦ کی يو څه ښه والې راغلې وو.

د اقتصادياتو او د امن څار اداره په ګرده نړۍ کی د شخړو او امنيت کچه معلوموي. د دغې ادارې مشره ميشل وايس اف امریکا ته ويلي نن صبا په نړیوال کچه امنيت ښه شوی دی خو بيا امريکا، شمالی افريقا او منځنې ختیځ کی ورځ په ورځ امن خرابيږي.

میشل بریزلاور وايي د کال ٢٠١٦ د صدارتي انتخاباتو راهیسی په امریکا کې د پولیسو له خوانه د مړیو، قتلونو او ترهګرۍ د پېښو د زیاتوالی له امله سوله ئیزتوب ته زیان رسیدلی دی.

د نړۍ والې سولې رپورټ څرګندوي چي د نړۍ په ٢٣ هېوادونو کې دترهګرۍ کچه په تاریخي لحاظ مخ په زیاتیدو ده. که څه هم دترهګرۍ یوشمیر سترو بریدونو په فرانس، برسلز او لندن کې پراروپا ناوړه اغېزکړی، خو دا سیمه بیاهم د سولی شرایطو ته په کتو په خپل مقام کې پاتې ده.

شام په ټوله نړۍ کې، له تیرو پنځو کلونو راهیسې، د لږتر لږسوله ئېز هېواد درجه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG