لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بوکو حرام د سکول نه تښتولې ٩١ جینکۍ ازادې کړې


بوکو حرام دا جینکۍ د تېرې فرورې په ١٩ مه د داپچي سکول هاسټل نه تښتولې وې
د نایجیریا د اطلاعاتو وزیر ویلي دي د بوکو حرام تندلارو تېره میاشت داپچي نومي سیمې نه تښتول شوې ١١٠ جینکو څخه ٩١ خوشې کړي دي. د اطلاعاتو وزیرلاي محمد د شروع یا چهارشنبې په ورځ د نایجیریا سرښار ابوجا کې خبریالانو ته وویل ازاد کړی شوي جینکۍ او یو هلک په مختلفو ځایونو کې د سړک په غاړه سحر وختي پرېښودی شوي وې. د ښاغلي لاي محمد دفتر ویلي دا جینکۍ د هېواد د ځینو ملگرو او په خفیه توگه ترسره شوو هڅو روستو ازادې کړی شوي دي. ازادې کړی شوي جینکۍ بېرته داپچي سیمې ته رسول شوي دي چرته چې د دوی تفصیلات لیکل کیږي. حکومت ویلي د جینکو د ازادولو دپاره هیڅ ډول تاوان نه دی ادا کړی شوی. ځايي خلکو ویلي تندلارو دا جینکۍ په نهو گاډو کې یو کلي ته بوتلې غو ازادې یې کړې.

ځايي وسیدونکو ویلي د جینکو د خوشې کولو په وخت تندلارو ورته وویل چې په جېنکو د خفا کیدو په وجه یې ازادې کړې. وسلوالو دا خبرداری هم وکړو چې خلک دې خپلې لوڼه سکولونو ته نه لېږي ځکه چې "مغربي" تعلیم حرام دی. بوکو حرام دا جینکۍ د تېرې فرورې په ١٩ مه د داپچي سکول هاسټل نه تښتولې وې. د نایجیریا حکومت د جینکو په خوشې کیدو خوشالي کړې ده.

د نایجیریا د صدر یو مرستیال بشیر احمد په ټویټر یو پیغام کې وویل "د یوب صوبې داپچي نه راغلې د خوشالې ډک خبر. زمونږه د خویندو په حفاظت بیرته راتگ باندې د خداې شکرگزاره یوو." تُندروه ډلې بوکو حرام په کال ۲۰۱۴م کې هغه وخت نړیواله اندیښنه راپارولې وا کله چې ېې د نایجيريا د چاډ او نايجر سره په لګېدلې پوله چيبوک سيمې د یو سکول هاسټل څخه ٢٧٦ جیناکۍ تښتولې وې. د دې نژدې څلور کاله وروسته وس هم په هغو کې ځیني چيبوک جیناکۍ وس هم بې درکه دي.

XS
SM
MD
LG