لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ کې ګاډی په بم الوځول شوی،څلور کسان ژوبل شوي


د باجوړ ډي پي او نذیر خان وي او ای ډیوه ته د وټس اېپ د لارې یو پېغام کې وویل چې د چاودنې وروسته عملیاتو کې درې مشکوک کسان نیول شوي دي
د باجوړ ډي پي او نذیر خان وي او ای ډیوه ته د وټس اېپ د لارې یو پېغام کې وویل چې د چاودنې وروسته عملیاتو کې درې مشکوک کسان نیول شوي دي

پولیس وایي دافغانستان سره په پوله پرته دخېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه باجوړ کې یو موټر په بم الوځول شوی چې پکې څلور کسان ژوبل شوي دي.

دباجوړ پولیس یو چارواکي دنوم نه اخستو په شرط وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه دجمعې دورځې په ماسپښین دباجوړ دلویې ماموند په ګیلي سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه وویل دغلته څلور کسان په یو موټر کې روان وؤ چې لاره کې پرې دبم چاودنه شوې اؤ دغه څلور واړه کسان پکې ژوبل شوي دي.

نوموړي ویلي په پېښه کې ژوبل شوي عام خلک دي چې په پېژندګلو یې د عبدالاکبر،الیاس،تورسم اؤ محمد خان په نومونو شوې ده.

دپولیس دغه سرچینې ډیوه ته وویل له چاودنې وروسته پولیس یادې سیمې ته رسیدلي اؤ په پېښه کې ژوبل علاج دباجوړ ضلعي روغتون ته دعلاج لپاره رسول شوي دي.

د باجوړ ډي پي او نذیر خان وي او ای ډیوه ته د وټس اېپ د لارې یو پېغام کې وویل چې د چاودنې وروسته عملیاتو کې درې مشکوک کسان نیول شوي دي.

د نذیز خان د پېغام نه مخکې پولیس سرچینې وویل دپېښې پلټنې پیل کړي اؤ په سیمه ېې د ورانکارو پرضد دلټونې عملیات هم کړي دي.

تر دې پېښې دوه ورځې وړاندې هم دباجوړ دماموندو په ملنګي سیمه کې په یو ګاډي ډزې شوې وې چې دیو ځایي ملک په ګډون پکې درې کسان وژل شوي وؤ.

دباجوړ ضلعې دپولیسو مشر نزیر خان تېره ورځ د ډیوه خبریال ارشد مومند سره خبرو کې ویلي وؤ چې دابرید دشخصي دښمنۍ په اساس شوی دی اؤ ترهګریزه بڼه نه لري.

لس ورځې وړاندې هم د باجوړ د واړه ماموندو په علاقه کې نامالومه کسانو ځايي مشر ملک خان زمان په ډزو وژلی وو.

د تېرې میاشتې په وروستيو کې د پاکستان پوځ ویلي وو، د باجوړ په عنایت قلعه سیمه کې یې په عملیاتو کې د کمانډر شفيع په ګډون "درې ترهګر وژلي"، خو دا یې نه وو ویلي چې د دوی تړاو له کومې وسلوالې ډلې سره وو.

ویل شوي وو د داعش وژل شوی کمانډر شفیع الله په پاکستان کې د ترهګرۍ په یو شمېر مقدمو کې قانون پر ځاي کوونکو ادارو ته مطلوب وو او د هغه پر سر شل لکه روپۍ انعام هم مقرر کړل شوی وو.

په دې وروستیو کې په باجوړ کې جمعیت علما اسلام نومې سیاسي مذهبي ګوند سره تړاو لرونکي ګڼ شمېر دیني عالمان ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي په دغو بریدونو کې د زیاترو ذمه واري داعش خراسان پغاړه اخستې وه.

په 23م جون باجوړ کې دنامعلومو وسله والو په ډزو دمذهبي ګوند جمعیت علما اسلام یو غړی مولانا نور محمد او د هغه ورور زبېر وژل شوي وو چې وروسته یې ذمه واري داعش منلې وه.

پروسکال دنومبر په میاشت کې دتحریک طالبان اؤ دپاکستان دحکومت ترمنځ د اوربند له تړون ماتېدو راپدیخوا په خېبر پښتونخوا بلوچستان ایالتونو کې دترهګریزو بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې ده چې ددې بریدونو زیاتره ذمه واري تحریک طالبان پغاړه اخلي.

دپولیسو اؤ څېړنیزو ادارو رپورټونه ښایي چې د یو کال په موده کې دخېبر پښتونخوا صوبې دننه د660 نه زیات ترهګریز بریدونه شوي چې په دې کې 140 بریدونه په شمالي وزیرستان،81 په ډیره اسماعیل خان،56 په پېښور،55 په باجوړ اؤ49 په جنوبي وزیرستان کې شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG