لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عامر خان په ضد د ليمانټ پيټرسن گټه


عامر خان پريس کانفرنس ته دوينا په مهال وويل چې دى ددغه مقابلې نتيجو څخه خوشحاله نۀ دى او دهغه پوائنټونه دخبرداري څخه بغير لرې کړل شوي چې له امله يې دى مايوسه شوى
عامر خان پريس کانفرنس ته دوينا په مهال وويل چې دى ددغه مقابلې نتيجو څخه خوشحاله نۀ دى او دهغه پوائنټونه دخبرداري څخه بغير لرې کړل شوي چې له امله يې دى مايوسه شوى

پاکستاني نژاده برطانوي باکسر عامر خان د ورلډ باکسنگ ايسوسي ايشن او انټر نيشنل باکسنگ فيډريشن دمشترکه نړيوال اعزاز په دفاع کولو کې ناکامه شوى او دخالي په شپه ترسره شوې مقابله کې ليمانټ پيټرسن دپوائنټس په اساس گټونکى گرځول شوى.
واشنگټن کې ترسره شوې په 12ؤ راؤنډونو مشتمې مقابلې پيل کې عامر خان دښې لوبې څرگندونه وکړه او تر دريم راؤنډ پورې يې پخپل مخالف لوبغاړي برتري لرله ، خو له دې وروستو ليمانټ پيټرسن په ناڅاپي بريدونو کولو سره هغه ته دځان سمولو موقعه ورنۀ کړه.
په اووم او 12م راؤنډ کې ريفري دعامر څخه يو يو پوائنټس حذف کړو، چې له دې وروستو ددريوؤ څخه ددوؤ ججانو مطابق عامر ديو پوائنټ په فرق سره دليمانټ څخه ماتې وخوړه.
دلمړو دوؤ ججانو داسکورنگ مطابق عامر 112 او ليمانټ پيټرسن 113 پوائنټس لرل، خو ددريم جج مطابق د115 په مقابله کې په 110ؤ پوائنټونو سره گټله.
عامر خان په دغه مقابله کې 757 سوکان وهلي چې ددې څخه يواځې 31 فيصده يعنې 238 په نخښه لگيدلي، او دليمانټ پيټرسن د573ؤ څخه 39 فيصده يعنې 226 عامر خان ته لگيدلي.
دباکسنگ په اصطلاح کې پاور پنچز يعنې زورور سوکانو کې هم ليمانټ پيټرسن ته په عامر خان برتري ترلاسه وه، که هر څو عامر خان دليمانټ څخه زيات يعنې 406ؤ په مقابله کې 466 پاور پنچز ووهل خو دعامر يواځې 169 سوکان په نخښه ولگيدل او دليمانټ 188ؤ سوکانو هغه ته په پوائنټس ټيبل برتري ورکړه.
دواشنگټن کنويشن سنټر کې ترسره شوې دغه مقابلې کتلو لپاره تقريباً د8,500ؤ څخه زيات کسان درنگ څخه گيرچاپيره موجود وؤ چې پکې اکثريت دواشنگټن اوسيدونکي وؤ اؤ دخپل ښار ليمانټ پيټرسن ملاتړ لپاره راغلي وؤ.
ليمانټ پيټرسن دمقابلې څخه وروستو مطبوعاتي کانفرنس کې وويل هغه خوشحاله ده چې واشنگټن کې يې دغه مقابله وگټله اؤ دخپلو مينه والو مننه يې ادا کړه.
عامر خان پريس کانفرنس ته دوينا په مهال وويل چې دى ددغه مقابلې نتيجو څخه خوشحاله نۀ دى او دهغه پوائنټونه دخبرداري څخه بغير لرې کړل شوي چې له امله يې دى مايوسه شوى. هغه ليمانټ پيټرسن دبيا مقابلې لپاره چيلنج کړو او وې وئيل چې همت يې وکړو او واشنگټن کې يې دليمانټ کور ته په ورتللو سره هغه سره مقابله وکړه او غواړي چې کۀ چرې په ليمانټ کې همت وي نو برطانيې ته دې راشي او دۀ سره دې مقابله وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG