لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بي پي د 20ؤ ملیادره ډالرو فنډ جوړولو باندې سلا شوی


بي پي د 20ؤ ملیادره ډالرو فنډ جوړولو باندې سلا شوی

د اوباما انتظامیه چارواکي وایي د مکسيکو په خليج کې د تېلو د بهېدلو د پېښي د تاوان پرسر د تیلو کمپنۍ د 20و ملیارده ډالرو یو فنډ جوړولو باندې سلا شوې ده.

دغه پېسې به هغه خلکو ته ورکول کېږي چې کومو کارروزگار د تېلو د بهیدو له امله اغیزمن شوی دی.
امریکایي صدربراک اوباما دشورو په ورځ په سپېنه مانې کې د تیلو لپاره برما ویونکي کمپنۍ بي پي مشرانو سره لېدلي دي چې په هغوي یي د فنډ جوړولو لپاره ټینگار کړی.
دغه فنډ مشري به یو امریکایي وکیل کېنت فن برگ کوي چې د 11 م سېپټمبر بریدونو کې وژل شوو خلکوکونیو ته د معاوضو ورکولو مشري کړې وه.
د نهې په ورځ امریکایي قام ته پخپله وینا کې ښاغلي اوباما ویلي و چې هغه به بي پي نه غوښتنه کوی چې هغه هومره پېسې دې اغیزمن شوو خلکو لپاره یوخوا ته کړي چې څومره پکار دي.
د ښاغلي اوباما په وینا دغه خلک د بي پي د لاپروهې له امله اغېزمنه شوي دي.
دغه تباهی د اپریل په 20 مه نېټه خلېج مېکسیکو کې د تیلو لپاره برمه ویونکي په یو کوهي کې چاودیدو له امله مخې ته راغلې ده.

XS
SM
MD
LG