لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طبعي سروی ښايي د سینې کینسر حمل لپاره خطر نه جوړیږي


د سرطان یا کینسر په اړه شوې يوه تازه سروی یا څیړنه ښايي هغه زنانه چې د سرطان مرض نه ژغورل شوي یا يې علاج شوی وي کولی شي بیا حامله شي.

دغه څیړنه زیاتوي د حمل خواهش لرونکو زنانو لپاره د حمل وړاندې د موجودو خطرو اندازه يا جاج اخستل ضروري دي.

د ډينا فاربر انسټيټيوټ سره کار کونکې اين پيرټريج وايي کله چې یوه زنانه د کینسر مرض سره تشخيص شي نو اکثره يې کيموتهيرپي کيږي او يا هارمون يې د دوايانو سره کميږی يا وددرولی ‍شي. چې دغه زنانه د سینې کینسر سره بیا مخ نشي.

د کینسر لپاره يوه عامه دوايي ټيماکسفن ده خو دغه دوا د حامله زنانو لپاره نقصاني وي. خو کله چې يوه زنانه وغواړي چې حامله شي نو هارمون تهیرپی ورته بنده کړي شي.

ډاکټر اېن پیرټریج زياتوی د طبعي څيړنو نه ښکاره شوی د سرطان نه بچ پاتې زنانه د بیاحامله کیدو سره د کینسر بیا راستنیدو خطر نه سيوا کيږي.

دا د ډيرو ښځو لپاره د خوشحالۍ خبره ده چې غواړي د کینسر مرض نه د ښه کيدو وروسته حامله شي.

په دغه سروی کې ١٢٠٠ زنانو برخه اخستې وه. د سروی نتیجې ښايي که یوه زنانه د کینسر د علاج کيدو لس کاله وروسته وغواړي چې حامله شي نو د دغې سره د کینسر مرض بیرته راتلو خطره نه سوا کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG