لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جان برينن :د عطيه عبدالرحمان وژنه ستر بريالتوب دى


جان برينن :د عطيه عبدالرحمان وژنه ستر بريالتوب دى
جان برينن :د عطيه عبدالرحمان وژنه ستر بريالتوب دى

صدر براک اوباما د ترهگرۍ د مخنيوي په اړه دامريکائي ځانگړي استازي جان برينن وئيلي تيره اوونۍ د پاکستان په قبائيلي سيمه کې د القاعده د دوهم مشر عطيه عبدالرحمان دوژل کيدو وروستو دغه تنظيم ته سخته ضربه رسيدلې.
تيره اوونۍ دډرون په يو بريد کې دعطيه عبدالرحمان په پاکستان کې دوژل کيدو څخه څلور مياشتې دمخه دمئ په 2مه نيټه په ايبټ اباد ښار کې امريکائي ځواکونو دشپې په مهال ترسره کړو خفيه عملياتو کې دالقاعده مشر اسامه بن لادن هم وژلى ؤ.
هغه دترهه گرۍ په ضد پاکستان څخه واخله تر يمن پورې دترسره کړو امريکائي عملياتو دفاع وکړه او وې وئيل چې ددغو عملياتو يوه مهمه نتيجه دا راوتلې چې زمونږ استخباراتي شبکو ته ديوولسم ستمبر دلسمې کليزې په موقعه دترهه گرۍ دڅه رقم پلان درک نۀ دى ترلاسه شوى.
هغه دعطيه عبدالرحمان وژنې ته په گوتنيونې سره وويل چې څنگه امريکا القاعده ته زيان رسوي.
دترهگرو په اړه جان بيرنن دا هم وويل چې اوس دهغوي سره ډير وخت لپاره انتظامي توانونو ته دودې ورکولو کومه منصوبه نشته او هغوي به په کوم يو ځايې دډير وخت لپاره دپاتې کيدو توان ونۀ لري.
نوموړي دعطيه عبدالرحمان وژنه ستر برياليتوب وگرځولو او وې وئيل القاعده نۀ خو اوس په لاس کې اسامه بن لادن او نۀ هم عطيه عبدالرحمان لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG