لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برېکس تنظیم غړو هیوادونو په پاکستان کې میشته د وسله والو ډلو د تشدد غندنه کړي


د پخواني لشکر طیبه او د موجود جماعت الدعوه تنظیم مشر حافظ سعید
د پخواني لشکر طیبه او د موجود جماعت الدعوه تنظیم مشر حافظ سعید

د برېکس په نوم د پنځه ؤ هیوادونو د تنظیم سرمشرانو په چین کې په خپله غونډه کې په افغانستان کې د امن ملاتړ او هلته يي د ترهگرو حملو غندنه وکړه او په جنوبي ایشیا کې د تشدد راپارونکو هغه تنظیمونو د تشدد مخالفت يي وکړو چې ځینې پکې په پاکستان کې میشته دي.

که څه هم پاکستاني مامورین په خپله خاوره د طالبانو، د القاعده او دداعش په رنگ ډلو د موجودگۍ خبره ردوي خو خپله دغه گوندونو په پاکستان کې د گڼ شمیر حملو ذمه واري په غاړه اخیستې ده.

ددغه ډلو نه علاوه د برېکس تنظیم مشرانو د چین ایسټ ترکستان اسلامک مومنټ، د ازبکستان اسلامک مومنټ اف ازبکستان، حقاني ډلې، لشکر طیبه، جیش محمد، تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي او حزب التحریر د تشدد غندنه هم وکړه.

افغان او امریکايي مامورین د ډیر وخت راهسې په حقاني ډله په افغانستان کې د ترهگرو حملو کولو الزام لگوي او د پاکستان نه غوښتنه کوي چې په خپله خاوره د تنظیم ځالې دې لمینځه یوسي. امریکا حقاني ترهگر تنظیم ټاکلی دی.

هم دغه رنگ لشکر طیبه هم په پاکستان کې جړي لري او امریکا ترهگر تنظیم ټاکلی دی. خپله پاکستان هم په جیش محمد او په لشکر طیبه پابندي لگولي ده خو لشکر طیبه د جماعت الدعوه په نوم خپل وجود پرځای ساتلی دی.

امریکا او پاکستان په حزب التحریر باندي لگولي ده. دغه تنظیم وايي په تشدد کې لاس نه لري.

تحریک طالبان پاکستان د پاکستاني طالبانو ډله ده چې پاکستان کې د گڼ شمیر حملو ذمه واري يي په غاړه اخیستې ده. په دغه حملو کې د کال ٢٠١۴ د پیښور په ارمي پبلک سکول حمله هم شامله ده چې پکې ١٣٠ پورې ماشومان وژل شوي دي.

د چین ایسټ ترکستان اسلامک مومنټ او د ازبکستان د وسله والو ډلې اسلامک مومنټ اف ازبکستان په یو وخت کې په افغانستان او د پاکستان په قبایلي سیمو شمالي او جنوبي وزیرستان کې مرکزونه لرل. خو وس پاکستاني مامورین وايي دغه علاقې يې د تندلارو نه پاکې کړي دي.

د کال ٢٠١٧ د برکس تنظیم غونډه د چین په ساحلي ښار چیامن کې وشوه.

په بریکس کې برازیل، روس، هندوستان، چین او ساوت یا جنوبي افریقا شامل ملکونه دي. د تنظیم هدف د غړي هیوادونو ترمنځ په مختلفو مدونو کې همکارۍ ته وده ورکول دي.

په چیامن کې د غونډې ورسته جاري شوي مشترکه اعلانیه د برکس د سر مشرانو په افغانستان کې د ترهگرو حملو په کلکه غندنه او په جنگ ځپلې هیواد کې يي د امن ملاتړ وکړو.

"د امن او مفاهمت په ترلاسه کولو کې مونږ د افغانستان د ولس ملاتړ کوو،" اعلانیه کې وویل شو. برېکس مشرانو ترهگر تنظیمونو خلاف په جنگیدو کې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ هم وکړو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG