د افغانستان په جنوب کې د برطانوي عسکرو یو گاډي سره د سړک په غاړه بم خلاص شوی دی، په نتیجه ویره ده چې شپږ برطانوي پوځیان وژل شوې دي.
برطانوي عسکر د نهې په ورځ په هلمند ولایت کې گزمه کوله چې د ماښام په وخت پې بم خلاص شو.
افغانستان کې میشته نړي والو ځواکونو، آئیساف، د شورو په ورځ خپل یو بیان کې په جنوبي افغانستان کې شپږ ائیساف عسکرو د وژنې تصدیق کړی دی خو د وژل شوؤ پوځیانو د قامیت په حقله يي څه تفصیل نه وړاندې کړی.
برطانوي وزیراعظم ډیوډ کیمرون د برطانوي عسکرو په وژنه خفگان څرگند کړی دی خو هغه وئیلي افغانستان کې مشن د برطانيي د قامي سلامتیه د پاره اهم دی.