لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برتانیې او فرانس د غیر قانوني کډوالو تګ راتګ مخنیوي په خاطر معاهده کړې 


برتانیې او فرانس د خالي په ورځ یوه معاهده لاس لیک کړی چې ترمخه به یې د دواړه هیوادونو تر منځه سمندري برخې (انګلش چېنل) باندې د غیرقانوني کډوالو تګ راتګ مخنیوي لپاره ګامونه پورته کیږي.‌

د برتانیې د کورنیو چارو سېکترې پریتي پټېل ویلي، د معاهدې لاندې به د دسمبر نه لومړۍ نیټې نه به د فرانس اړخ ته د سمندر په غاړو (بیچز) باندې د امنیتي‌ عسکرو څارنه زیاتیږي، د ډرون او ریډار په لار به د غیر قانوني‌ کډوالو د تګ راتګ معلومیږي.

پټېل زیاته کړې دغه معاهده به دواړه هیوادونه د دې جوګه کړي چې دغه سمندري لار د تلو راتلو لپاره وتړل شي.

د مېرمن پټېل ترمخه په تیرو ۱۰ کالو کې برتانیې فرانس ته د غیرقانوني کډوالو په لړ کې نژدې ۲۰۰ مېلینه ډالره ورکړي.

د روان کال د شورو نه د اګست میاشتې پورې د ۶۰۰۰ نه زیاتو کسانو په دغه سمندر د پوریوتو کوشش کړی دی.

فرانسي چارواکو د وړاندې نه ویلي، یواځې د ستمبر په میاشت کې دوي ۱۳۰۰ کسان په دغه سمندرګي برتانیې ته د اوختو نه ودرولي دي.

روان کال په دغه سمندر برتانیې ته د اوختو په مهال اووه تنه او تیر کال څلور تنه مړه شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG