لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په برطانيه کې په خلکو د چاړه حمله ترهگري کېدلی شي، پولیس وايي


په کال ٢٠١٧ کې د وکټوریه سټیشن سره نژدې د مانچسټر په یو سټېډیم کې ځانمرگي حمله کې ٢٢ تنان وژل شوي وو

د برطانيي په مانچسټر ښار کې د نوي کال په شپه یو حمله کونکي درې تنان په چاړه وهلي او زخمیان کړې یې دي او پولیس ویلي دا ترهگري کېدلی شي.

د مانچسټر د پولیس مشر این هاپکنز خبریالانو ته وویل په خلکو د چاړه حملو ته د ترهگرۍ په څېر کتنه کیږي.

یو مشکوک تن نیول شوی دی خو د هغه شناخت نه دی ښودل شوی.

حمله کونکي د مانچسټر په وکټوریه ټرین سټشن یا د اور گاډو په اډه درې تنان په چاړه ووهل د ترهگرۍ ضد ماهرین د پېښې تحقیات کوي خو په سمدستي توگه یې نه دي ویلي چې ایا دا ترهگري ده.

په حمله کې وهل شوي دوه تنان ملکيان دي او دریم د پولیس افسر دی چې په هسپتال کې د طبي امداد وروسته فارغ کړی شوي دي.

په کال ٢٠١٧ کې د وکټوریه سټیشن سره نژدې د مانچسټر په یو سټېډیم کې ځانمرگي حمله کې ٢٢ تنان وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG