لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د اېم کیو اېم په باني الطاف حسین د لندن پولیس د ترهگرۍ الزام ولگولو


د لندن پولیس په خپل بیان کې وویل د کال ٢٠١٦ د اگست د میاشت په ٢٢ د الطاف حسین د دغه وینا نه دا مطلب اخیستل کیدلی شي چې هغه پکې خلک په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول ترهگرۍ ته راپارول

په کال ٢٠١٦ کې په ټېلې فون کراچۍ کې یوې غونډې ته د وینا په سر د متحده قومي مومنټ گوند په باني الطاف حسین لندن کې پولیس د ترهگرۍ الزام ولگولو.

رویټرز خبري اداره وايي د الطاف حسین د دغه تقریر وروسته په کراچۍ کې تشدد راوپارېدو.

د لندن پولیس په خپل بیان کې وویل د کال ٢٠١٦ د اگست د میاشت په ٢٢ د الطاف حسین د دغه وینا نه دا مطلب اخیستل کیدلی شي چې هغه پکې خلک په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول ترهگرۍ ته راپارول.

ټاکل شوي وه چې الطاف حسین به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په لندن کې یو عدالت ته حاضرېږي. د بي بي سي اردو څانگې په خپل یو رپورټ کې وویل چې عدالت ته د حاضرېدو په وخت به الطاف حسین گرفتار کړی شي. خو د ځینو پاکستاني مطبوعاتو ترمخه، عدالت الطاف حسین په ضمانت ازاد کړو خو د هغه په حرکت یې بندیز ولگولو.

الطاف حسین د ١٩٩٠ په لسیزه کې په برطانیه سیاسي پناه او بیا یې د برطانيي شهریت واخیستلو.

الطاف حسین د ١٩٨٠ په لسیزه کې د مهاجر قومي مومنټ گوند بنیاد کښېودو.

اېم کیواېم په کراچۍ کې میشه د اردو ژبې ویونکو نماینده ډله گڼل کېږي چې پرې د پښتنو په شمول په کراچۍ کې میشته د ځینو نورو قومونو سره د تشدد د کار اخیستلو الزام هم لگول کیږي.

مهاجر قومي مومنټ اوس د متحد قومي مومنټ نوم خپل کړی دی.

XS
SM
MD
LG