لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برطانيې د پارلېمنټ غړي په هغه وډیو بخښنه غوښتي چې په کې يې په افغانستان د طالبانو واکمني ستایلې وه


د برطانوي پارلېمنټ د دفاعي چارو کمېټۍ غړو غوښتنه کړې چې اېلوډ دې د کمېټۍ د مشرۍ نه لرې کړی شي
د برطانوي پارلېمنټ د دفاعي چارو کمېټۍ غړو غوښتنه کړې چې اېلوډ دې د کمېټۍ د مشرۍ نه لرې کړی شي

د برطانيې د پارلېمېنټ غړي ټوباېس اېلوډ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په هغه وډیو معافي و غوښتله چې هغه په کې په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ ستاینه کړې وه او ويې وېل چې وډیو يې د ناقصه رابطې نتیجه وه.

اېلوډ تیره هفته افغانستان ته د خپل سفر په اړه وډیو د شورو، چهارشنبې، په ورځ شایع کړې وه.

د اېلوډ وډیو چې اوس لرې کړی شوې هغه په کې وايي چې د طالبانو د واکمنېدو نه پس په افغانستان کې د امنیت حالات په پراخه کچه بهتر شوي دي.

هغه وايي طالبانو د واکمنۍ نه پس په افغانستان کې کرپشن یا اداري فساد کم شوی او د کوکنارو تجارت قریباً ختم شوی دی. اېلوډ دغه خبرې په هلمند کې ریکارډ کړي چې په دنیا کې د زیات کوکنار پېدا کونکو سیمو کې شمار ولایت دی.

اېلوډ وايي طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس افغانستان په حقیقت کې بدل ملک ښکاري.

هغه د برطانيې د حکومت نه غوښتنه و ړه چې په کابل کې خپله سفارتخانه دې بېرته پرانځي.

د اېلوډ وډیو قهرجن رد عمل راپارولی دی او د برطانوي پارلېمنټ د دفاعي چارو کمېټۍ غړو غوښتنه کړې چې اېلوډ دې د کمېټۍ د مشرۍ نه لرې کړی شي.

اېلوډ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ لانجمن وډیو لرې کړو او په یو بیان کې يې وویل چې پکار ده چې افغانستان ته د سفر عکاسي يې په بهترو الفاظو کې کېدلی شوه چې مطلب يې د سیاق او سباق بهر اخیستل شوی دی.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د اېلوډ وډیو د زیارت، پنجشنبې، په بیا په ټوېټر شریک کړی او دا يې مثبت رپورټ بللی. خو مجاهد بغیر د څه وضاحت نه دغه وډیو بیا لرې کړو.

د برطانوي مطبوعاتو په قول د هېواد د دفاع وزیر مارک فرانسوا د شورو، چهارشنبې، په ورځ پارلېمنټ ته تقریر کې د اېلوډ وډیو عجیبه وبللې او هغه ته يې مشوره ورکړه چې د رای اظهار دې په احتیاط کوي.

د برطانيې د پارلېمنټ یو غړي ریس ماګ د اېلوډ د وډیو په اړه په ټوېټر په طنزیه انداز کې وویل داسې ښکاري چې دغه وډیو د افغانستان د سیاحت ادارې شایع کړی دی.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ بیان کې ښکاري چې اېلوډ د خپل لانجمن وډیو دفاع کوي چې په کې په برطانوي حکومت دا تنقید هم شامل دی چې لندن نېغ په نیغه د طالبانو سره نه دی ښکېل شوی.

هغه وویل د برطانيي موجوده تګلاره ناکامه ده چې په ناڅاپي ډول يې افغانستان پرېښودو او اوس د لرې نه نعرې کوي. هغه زیاته کړه چې چې د دې باوجود چې خبرې یې په روغ نیتۍ کړي، افغانستان ته د دورې عکاسي يې په بهترو ټکو کې کولی شوه.

اېلوډ وویل د نړیوالو مسلو د حل په لړ کې د خپلو خیالاتو اظهار کوي خو ضروري نه ده چې هر وخت به يې خیالات صحيح وي.

هغه زیاته کړه ساده پېغام يې دا و چې برطانیه په افغانستان کې سفارتخانه بېرته خلاصه کړي چې دا ډول د هغو ۴۰ مېلین خلکو د مرستې دپاره مستقیم لاره وموندل شي چې برطانيې وروسته پرېښودل.

د برطانيې په شمول یو ملک هم په افغانستان د طالبانو حکومت په رسمي ډول نه دی منلی او اکثرو مغربي ملکونو په کابل کې سفارتخانې تړلي دي.

د امریکې د خارجه وزارت ترجمان مېتیو مېلر د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل واشنګټن په کابل کې خپل سفارت د بیا پرانېستلو په اړه لا څه غور نه کوي.

د اېلوډ د وډیو په اړه د یوې پوښتنې په جواب کې مېلر وویل طالبانو ته وېل شوي که غواړي چې په نړیواله کچه ومنل شي نو ځینې ګامونه واخلي خو طالبان د دغه هدف نه لرې دي. هغه زیاته کړه چې د امریکا د نړیوالې ټولنې ترڅنګ د ښځو په اړه د طالبانو د اقداماتو غندنه کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال ایاز ګل د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG