لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برتانيې وزیراعظمه تهریسامی د کنزرویټیو پارټۍ مشري پریږدي


د برتانیې وزیراعظمې تهریسامی نن د خپل ګوند کنزرویټیو پارټۍ د مشري پرېښودې اعلان کړی او د هغې ځاې ناستې به راروانه اونۍ وټاکل شي.

تهریسا می به د جولايي میاشت اخیره پورې په دغه څوکۍ پاتې وي تر څو بل مشر نه وي ټاکل شوی. خو د اروپايي اتحاد نه د برتانيې د وتلو یا بریګزټ په طریقه کار يې خپل واک د لاسه ورکړی.

د برتانيې نوي وزیراعظم سره به د پېنځه میاشتو نه کمه موده وي چې د تهریسا می لخوا د ارويايي اتحاد نه د وتلو پلان نور وځنډوي، بیا کتنه ورته وکړي، او یا دا فیصله وکړي چې د اروپايي اتحاد نه بې د څه لوظنامې ووځي.

تهریسا می په کال ۲۰۱۶م کې په برتانیه کې د ریفرنډو وروسته د وزیراعظمې څوکۍ ترلاسه کړې وه. مېرمن می تیر درې کاله هم په دغه پلان کار وکړو. خو د برتانیې پارلیمان په اعتماد یا باور کې اخستو کې درې وارې ناکامه شوې.

د برتانيې د وزیراعظمۍ لپاره ولاړو ۱۱ کاندیدانو کې ځینو ویلي، دوي پلان لري چې د برېګزټ په تړون کې بدلونونه راولي. په دغو کې یو د هیواد پخوانی خارجه وزیر بورس جانسن هم دی. خو اروپايي اتحاد ویلي دوي به بیا په دغه مسله خبرې اترې نه کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG