لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د برتانیا وزیراعظم بورس جانسن کرونا وایرس څخه رغېدلی دی


د برتانیا وزیراعظم بورس جانسن چې په کرونا وایرس اخته شوې و، اوس رغېدلی دی.

په لندن کې د ښاغلي جانسن دفتر- ټېن ډاونینګ سټریټ په بیان کې ویل شوي چې نوموړی به سم دلاسه کار ته د راستنیدو پرځای په بکنگهام شائر کې د خپل په کلي کور کې څه وخت تېروي.

د نوموړي یو ویاند ویلي چې جانسن د ارام کولو فیصله د خپل طبي ډلې په مشوره کړې ده.

55کلن بورس جانسن تیره میاشت د کرونا وایرس په ناروغۍ اخته شوې و ،او خپل ځان یې په قرنطين کي ساتلی و، خو کله یې چې نا روغتیا زیاته شوه نو بیا روغتون کې داخل کړل شو او څو شپی یی په آئي سي يو کي تيری کړی.

د وزیراعظم بورس جانسن نه علاوه د برتانیي شهزاده چارلس هم د کرونا ټیسټ مثبت موندل شوی و او بیا د رغیدو وروسته یې قرنطین ختم کړو .

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د کرونا وایرس په اړه د شمیرو ټولولو څانګې دتازه شمېرو له مخې تر دې مهاله په برتانیا کې 79,885 کسان په کرونا وایرس اخته دي او 9,892 یې مړه کړي دي.

XS
SM
MD
LG