لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېرس په حملو کې د مشکوک وسلوال صالح عبدالسلام مقدمه شورو شوه


په عدالت کې د موجودو خبریالانو ترمخه، ٢٨ کلن عبدالسلام په مخ ږیره وه، سپین سویټر یې اغوستی و او عدالت ته د امنیتي عسکرو په بدرگه کې وړاندې کړی شو. د عسکرو مخونه پټ وو او تورې دریشۍ یې اغوستې وې
په عدالت کې د موجودو خبریالانو ترمخه، ٢٨ کلن عبدالسلام په مخ ږیره وه، سپین سویټر یې اغوستی و او عدالت ته د امنیتي عسکرو په بدرگه کې وړاندې کړی شو. د عسکرو مخونه پټ وو او تورې دریشۍ یې اغوستې وې

د فرانس سرښار پیرس په حملو کې د نیول شوي مرکزي مشکوک تن صالح عبدالسلام مقدمه د گل، دوشنبې، په ورځ د بیلجیم په برسلز ښار کې شورو شوه. په دې موقع، په عدالت کې د خلکو گڼه گوڼه وه او د امینیت سخت انتظامات پرځای کړی شوي وو.

په عدالت کې د موجودو خبریالانو ترمخه، ٢٨ کلن عبدالسلام په مخ ږیره وه، سپین (بنین) سویټر یې اغوستی و او عدالت ته د امنیتي عسکرو په بدرگه کې وړاندې کړی شو. د عسکرو مخونه پټ وو او تور یونیفارم یې اغوستی و.

صالح عبدالسلام په عدالت کې د قاضي یا جج په امر د ودریدو نه انکار وکړو او نه یې هم د مقدمې د قاعدې سره سم د خپل ځان پیرندگلو وکړه.

په حملو کې تورن یو بل ملزم ٢٠ کلن صوفیان ایاري هم په عدالت کې موجود و.

په کال ٢٠١٥ کې په پیرس کې شوو حملو کې ١٣٠ کسان وژل شوي دي او صالح عبدالسلام یوازنی تن دی چې د دغه حملو په لړ کې ژوندی نیول شوی دی.

خو د گل، دوشنبې، په ورځ شروع شوي مقدمه لا د پېرس د حملو په اړه نه ده. بلکې دا مقدمه د پولیس سره د صالح عبدالسلام د ډزو د یوې تبادلې په اړه ده.

څیړونکي وايي د دې مقدمې به ډیر د نژدې نه کتنه کیږي په دې خاطر چې ایا کال د ٢٠١٦ م د مارچ په میاشت کې په برسلز کې په هوايي اډه او د ریل گاډې په سټیشن شوي حملو په او په پېرس کې د شوي حملو زیلې د یو بل سره تړلې دي او که نا؟

په برسلز کې په کال ٢٠١٥ م کې د مشکوک وسله والو خلاف د پولیس د یوې چاپې منظر
په برسلز کې په کال ٢٠١٥ م کې د مشکوک وسله والو خلاف د پولیس د یوې چاپې منظر

په برسلز کې د څیړنې ادارې ایگمنټ انسټیټیوټ څیړونکی ریک کول سییټ وايي کتنه به دا وي چې آیا صالح عبدالسلام څه نوي خبرې افشا کوي او که نا ؟ او که چرې هغه څه نوي خبره ونکړي نو د مقدمې نه به د پیرس او د برسلز په حملو کې د هغه د ککړتیا په اړه څه خبر راونه وځي.

د مارچ د میاشت په ١٦ مه نیټه پولیس سره د جگړې په سر په صالح عبدالسلام او صوفیان ایارې د قتل او اقدام قتل فرد جرم لگول شوي دي.

په صالح عبدالسلام مقدمه په داسې حال کې شروع شوې چې په یورپ کې دترهگرۍ منظرنامه بدله شوي ده. داعش ته ماتی ورکړی شوی دی او توجه اوس دې خبرې ته گرځیدلې ده چې د داعش وسله والو په یورپ کې خپلو هېوادونو ته ستنیږي او کوم چې نیول شوي دي زر به د بندي خانو نه خلاصيږي.

د برسلز د مقدمې نه علاوه په یورپ کې د ترهگرۍ په لړ کې په اینده کې داسې نورې مقدمې هم کیدونکي دي. څیړونکی کول سییټ وايي دا مقدې په تیر شوي وخت خو رڼا اچولی شي خو د اینده په خطراتو مشکلاتو ترې څه معلومات نشي راوتلی.

صالح عبدالسلام د یو عام وسله وال روحیه نه لري. چرس به یې څښل او د خپل یو ورور سره به د برسلز په یو گاونډ کې شرابخانه چلوله. د هغه ورور د پیرس په حملو کې په خپل بم ځان ووژلی دی

د صالح عبدالسلام وکیلې ویلي د هغه هوښیارتیه کچه لکه د یو خالي ایش ټری یا ایره دان ده.

خو ددې باوجود هم وویل کیږي چې صالح عبدالسلام په ددغه حملو په تیارۍ کې مرکزي کردار ادا کړی دی، لکه ځانمرگي حمله کونکي ځای پرځای کول، هغوي د یو ځای نه بل ځای ته بوتلل او په د فرانس د فټ بال هغه سټیډیم ته یې رسول چرته چې د فرانس او د جرمنی د لوډلو مقابله روانه وه او حمله کونکو پرې ځانمرگي برید وکړو. د کال ٢٠١٥ د نومبر د میاشت په ماښام د فټ بال په لوبغالي تر څنگ په شرابخانو، ریسټورانټونو او د موسیقۍ په یو محفل هم حملې وشوې.

د حملو یوه ورځ ورسته صالح عبدالسلام د خپلو ملگرو په مرسته د فرانس ته بیلجیم ته ورسیدو. ورستي معلومات ښايي چې هغه هم ځانمرگي واسکټ اغوستی و خو دا نه ده معلومه چې ایا هغه د ځان پورې تړلی بم خلاص کړی نه و او که په بم کې څه نقص و.

څلور میاشتې د مفرورتیه ورسته پولیس صالح عبدالسلام هم د ډزو د تبادلې ورسته د برسلز په هغه گاونډ کې ونیولو چرته چې هغه رالوې شوی دی او چرته چې هغه په یو وخت کې شرابخانه چلوله.

د هغه د گرفتارۍ څو ورځې ورسته د برسلز په هوايي اډه او د ریل گاډې په یو سټیشن حملې وشوې چې پکې ٣٢ کسان ووژل شو. پام کیدو چې د برسلز او د پېرس د حملو په شا کسان د یو بل سره تړون لري. صالح عبدالسلام په ابتدا د تفتیش کونکو سره خبرې کولې خو غلط معلومات یې ورکول خو اوس یې خاموشي اختیار کړې ده.

د هغه د خاموشۍ په وجه د هغه بیلجیم او فرانسوي وکیلانو په مقدمه کې د هغه د دفاع نه لاس په سر شوي دي. فرانسوي وکیل ویلي صالح عبدالسلام ٢۴ گنټې څارنه کیږي چې له امله یې د هغې ذهنی کیفیت خراب شوی دی او دا چې هغه د انتهايي درجې پورې سخت دریځه شوی دی.

خو تیر کال د ډسمبر په میاشت کې صالح عبدالسلام د بیلجیم خپل وکیل ته د برسلز په مقدمه کې د هغه د دفاع کولو اجازت ورکړو.

د برسلز او د پېرس حملو په اړه ډیرې پوښتنې نه دي ځواب شوي. چې پکې د شام د یو وسله والو اوسامه عطار به اړه معلومات هم دي. د هغه د گرفتارۍ د پاره په نړي واله کچه احکامات جاري کړی شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG