لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ کې د بگټي لمسۍ او نهه نور کسان وژل شوي


بختيار ډومکي دبلوچستان دقوم پرست وژل شوي مشر اکبربگټي لمسى دى او دهغه ميرمن دبراهمداغ بگټي خور ښودل کيږي.
بختيار ډومکي دبلوچستان دقوم پرست وژل شوي مشر اکبربگټي لمسى دى او دهغه ميرمن دبراهمداغ بگټي خور ښودل کيږي.

د پاکستان د سندهـ صوبې سرښار کراچۍ کې د تير يو شواروز په مهال داړي گړي بيلا بيلو پيښو کې د بلوچستان د صوبائي اسمبلۍ د غړي بختيار ډومکي د ميرمنې او لور پشمول لږ ترلږه لس کسان وژل شوي دي.
د سرچينو ترمخه نامعلومو وسله والو په ډزو سره د بختيار ډومکي ميرمن، لور او ډرائيور وژلي.
دغه پيښه د گل په شپه دکراچۍ په کلفټن سيمه کې رامينځته شوې.
دپوليسو ترمخه دغه کسان دوادۀ په يوه دستوره کې گډون لپاره کراچۍ ته راغلي وؤ او دغه ديوې هدفي وژنې پيښه ده، چې وجه يې شخصي دښمني هم کيدى شي.
بختيار ډومکي دبلوچستان دقوم پرست وژل شوي مشر اکبربگټي لمسى دى او دهغه ميرمن دبراهمداغ بگټي خور ښودل کيږي.
د نهې په سحر د ښار په مليرهالټ سيمه کې يو 40 کلن ډاکټر هم وژل شوى.
د ښار په نارتهـ کراچۍ سيمه کې نامعلومو وسله والو د لساني ډلې متحده قومي موومنټ درې غړي وژلي.
پوليسو او درينجرز ځواکونو په لياقت اباد، الياس گوتهـ ، بلوچ پاړا او اورنگي سيمو کې عمليات ترسره کړي، د6ؤ ساعتو عملياتو کې خواؤشا36 شکمن کسان نيول شوي او په دروند مقدار کې وسله هم لاسته راوړل شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG