لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيپلز گوند د وفاقي کابينې ماتولو واک وزيراعظم گيلاني ته ورکړى دى


پيپلز گوند د وفاقي کابينې ماتولو واک وزيراعظم گيلاني ته ورکړى دى
پيپلز گوند د وفاقي کابينې ماتولو واک وزيراعظم گيلاني ته ورکړى دى

د پاکستان واکمن پيپلز گوند د مرکزي کابينې دگوښه کولو او ديوې وړې کابينې جوړولو واک وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني ته ورکړى دى. وفاقي وزير بابراعوان د قانون دوزارت نه استعفي ورکړې ده. د کابينې د تحليل دغه اعلان دجمعې په ورځ دپاکستان پيپلز پارټۍ غړي جهانگير بدر کړى دى.
دپاکستان په وفاقي کابينه کې د50ؤ څخه زيات وزيران شامل دي او په دغه کابينه نيوکې کيږي چې دپاکستان پشان دمالي ستونزو سره مخ هيواد لپاره دغه کابينه دضرورت څخه زياته لويه ده او مصرف پرې هم سيوا کيږي.
جهانگير بدر وائي دا خبره اوس په وزيراعظم منحصره ده چې هغه کله دکابينې دتحليل کولو تعين کوي.
څيړونکي وائي واکمن پيپلز گوند دا مهال داپوزيشن سره داړيکو مضبوطولو کوشش له دې امله کوي ترڅو دټيکس قانون کې په بدلون او نورو اقتصادي تگلارو باندې داپوزيشن ملاتړ ترلاسه کړي.
دکابينې دحجم کمولو په اړه غونډه دصدر اصف علي زرداري په مشرۍ ايوان صدر کې وشوه چې پکې دسينټرل ايگزيکټيو کميټۍ دغړو ترڅنگ وزيراعظم يوسف رضا گيلاني هم گډون وکړو.
په دغه غونډه کې مرکزي ايگزيکټيو کميټۍ دوفاقي کابينې ماتولو اختيار وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني ته ورکړه او په راتلونکي عمل کې دې دځان سره دښۀ شهرت او اهليت په وزيرانو مشتمله يوه وړه کابينه جوړه کړي.
دوزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني له لوري دخپلو سياسي ملگرو سره چې کله مشورې سرته ورسيږي او دنوې کابينې جوړولو نيټه وټاکل شي نو له هغې وروستو به موجوده وزيران، صلاح کاران ، ځانگړي مرستيالان او دوزيرانو دعهدو برابرحکومتي غړي دخپلو عهدو څخه لرې شي.
دغونډې څخه وروستو ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال دپيپلز پارټۍ سيکرټري جنرل جهانگير بدر وويل صدر اصف علي زرداري دکابينې دگوښه کولو واک وزيراعظم يوسف رضا گيلاني ته ورکړى دى.
هغه وويل دترهه گرۍ په ضد جگړه باندې درايې داتفاق او داوسي ستونزو هوارولو په حقله به دټولو خواؤ باور ترلاسه کولى شي.
هغه وويل دتجارت وزير مخدوم امين فهيم دوړاندې څخه استعفي صدر ته وړاندې کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG