لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کېلي فورنیا: د پولېسو سره مرسته نه کول اوس جرم ندی


سکرامنټو، کيلي فورنيا: د کيلي فورنيا والي ګيون نيوسم د چهارشنبي یا د شورو په ورځ شاوخوا ۱۵۰ کاله زوړ هغه قانون لرې کړي چې د هغي له مخې د قانون پر ځائي کولو ادارو چارواکو يا د پولیسو له افسر سره د مرستې انکار کول به جرم ګڼلي کيدو۔

د ‘پوسي کميټيټس ‘ قانون د کالیفورنیا د له قانونه یا د کوم قانون نه پرته ورځو ته نږدې ۱۵۰ کاله وړاندې پيل شوي وو کله چې به کاوبوائز او قانون ماتونکي په دولت کې ازاد ګرځيدل۔ د پوسي کميټيټس په انګريزي ژبه کښي مطلب د يو عارضي پوليس فورس دي۔

پوسي کميټيټس قانون په کال ۱۸۷۲ کښي د کيلي فورنيا په ايالت کښي پيل شوي وو۔ د دغه قانون لاندي ‘یو18 کلن یا د اتلسو نه لوی تن چی روغ رمټ به ؤ د يو پوليسو چارواکي څخه د يو تن د نیولو په وخت، يا د قيد نه تښتيدلي تن د بيرته نیولو او يا امن ته گواښ کونکي، او یا د يو جرم د کيدو د مخ نيوي لپاره د مرستي د غوښتني نه هيڅ انکار نه شو کولي۔ پخوا به د دغه قانون رد کونکي د امنيتي چارواکو له خوا د مرستي خواست ته د انکار په نتيجه کښي د ناوړه چلند په جرم کښي نیول کيدي شو۔

پخواني وخت کښي به د امنيتي چارواکو له خوا دا قانون به د قانون ماتونکو او د ډاکوانو د نيولو په موقع په عامه توګه کارولي کيدو۔

د ریاستي سینټ بل ۱۹۲ کوم چې دغه قانون لغوه کوي په لومړی ځل سږ کال د جنوري په ديرشمه نيټه معرفي شوي وو۔ دا بل د سناتور باب هیرټزبرګ لخوا وړاندی شوی وو۔ باب هیرټزبرګ خپل يو څو شاګردان په دي کار لګولي وو د کومو په څيړني سره چي دا قانون مخي ته راغلو۔ سانوتر باب هیرټزبرګ ميډيا ته اووئيل چي د هغه شاګردانو دا قانون د قانون په کتابونو کښي نه بلکه د تاريخ په کتابونو کښې موندلي دي۔

د کالیفورنیا ایالت د شیرف یا د پولیسو د اتحاديی تنظيم قانون ساز مشر، کوري ایم سالزیلو شخصي ټي وي سي اين اين ته په خپل يو بيان کښې اوئيل چي دا قانون لغوه کول عامو خلکو ته یو پیغام لیږي چې هغوي دي د قانون پر ځائي کولو ادارو همکارۍ یا هيڅ قسم مرستې ونکړئ.

XS
SM
MD
LG