لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کيمرون منټر: امريکا شمالي وزيرستان کې عمليات غواړي


گزشتہ تین روز میں 30 ہزار سے زائد شامی پناہ گزین عراق کے علاقے کردستان پہنچ گئے ہیں۔
گزشتہ تین روز میں 30 ہزار سے زائد شامی پناہ گزین عراق کے علاقے کردستان پہنچ گئے ہیں۔

په پاکستان کې دامريکا سفير کيمرون منټر د جمعې په ورځ وئيلي دي امريکا غواړي پاکستان دافغانستان دپولې ترڅنگ قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کړي.
په اسلام اباد کې ميډيا سره دخبروپه مهال امريکائي سفير وويل ددغو عملياتو دوخت فيصله به دپاکستان پوځ پخپله کوي.
دپاکستان پوځ امريکا ته باور ورکړى دى چې په شمالي وزيرستان کې به په مناسب وخت عمليات پيل کوي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې کيمرون منټر وويل امريکا به دپاکستان او چين ترمينځ په سول ايټمي تړون نيوکه نۀ کوي خو کۀ چرې دغه تړون دنړيوال سول ايټمي تړون داصولو سره سم وي.
هغه زياته کړه چې امريکا اوس اوس دهند سره يو سول ايټمي تړون کړى ؤ او دپاکستان سره هم ددغه شان تړون موقعې داحتمال څخه بهر نۀ دي.
امريکائي سفير وويل دپاکستان پوځ دترهه گرۍ په مخنيوي کې لويې کار کړى دى.
پاکستان دډيرې مودې راهسې دامريکا لخوا په شمالي وزيرستان کې دهاغو تندلارو چې په گاونډي هيواد افغانستان کې په ميشتو امريکائي او دنيټو ځواکونو باندې بريدونو کې ککړ دي په ضد دعملياتو پيل کولو لپاره د فشار لاندې دى.
خو دپاکستان خارجه دفتر وائي په شمالي وزيرستان کې به عمليات په هاغه صورت کې پيل کولى شي کله چې دغه عمليات دپاکستان په گټه وي.
کله چې دمنټر څخه پوښتنه وشوه چې ايا پاکستان دتندلارو دخوندي ځالو په ختمولو کې مخلص دى نو هغه وويل هو زۀ په دې باور لرم.
کيمرون منټر دغه څرگندونې وروستو له هغې کړي چې تيره ورځ سپينې ماڼۍ يوه کلنه افغان ستراتيژي په ډاگه کړه، ددغه ستراتيژۍ له مخې په افغانستان کې دطالبانو چقولو لپاره صدر اوباما تير کال دغه هيواد ته دنورو 30,000ؤ پوځيانو استولو امر کړى ؤ او دراتلونکي کال دجولا ئي دمياشتې څخه به افغانستان څخه په مرحله وارې طريقې سره دامريکائي پوځيانو بيرته خپل هيواد ته دستنيدو عمل پيل شي.
دغه نظرثاني په ډاگه کوي چې نړيوالو ځواکونو په افغانستان کې دالقاعده او طالبانو په ضد لاسته راوړنې کړي دي، خونظرثاني تجويز کوي چې په پاکستان کې پرمختگ ته اړتيا ده.
دامريکې ددفاع وزير رابرټ گيټس دزيارت په ورځ وئيلي ؤ پاکستان ته به دافغانستان دپولې سره نزدې دتندلاريتوب مخنيوي لپاره نور گامونه هم اخستل وي.
پاکستان وائي شمالي وزيرستان ته به په مناسب وخت عسکر ليږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG