لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وایرس: کېنېډا د امریکایانو علاوه د نورو خلکو لپاره خپلې پولې وتړلې


CORONAVIRUS VACCINE

د کېنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو د ګل / دوشنبې په ورځ اعلان کړی د کېنېډايي وګړو او امریکایانو پرته به د نور هر چا لپاره خپلې پولې تړي. وزیراعظم په ټولو کېنېډايي وګړو غږ کړی چې د کرونا وایرس د خوریدو مخنیوي لپاره دې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

جسټن ټروډو په خپله هم ځان وروسته د هغې قرنطین کړی کله چې تیره اونۍ د هغه په میرمن کې د کرونا وایرس پخلی وشو. نن د خپل کور بهر د میډیا سره د خبرو په وخت نوموړي‌ ویلي ٫٫ ټول کینېډايان دې تر خپله وسه په کورونو کې پاتې شي.٬٬

نوموړي‌ ویلي حکومت یې دغه فیصله د ساېنس او د ولسي صحت په اړه د وړاندیزونو وروسته کړې. نوموړي‌ زیاته کړې که څه هم په امریکا کې د کرونا ناروغانو پېښې په زیاتیدو دي په امریکایانو به کېنېډا ته د راتګ بندیز نه وي.‌ نوموړي‌ په دغه مهال د امریکا او د کېنېډا د اقتصاد یادونه هم کړې ده.

امریکا د کېنېډا ټر ټولو لوې تجارتي ملګری هیواد دی او د کېنېډا د صادراتو ۷۴ سلنه د امریکا نه پوره کیږي. د کېنېډا وزیراعظم په نژدیو وروځو کې د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ سره هم خبرې کړي.

د کېنېډا وزیراعظم وړاندې ویلي‌ حکومت به یې د هیواد څلورو لویو اېیرپورټونو یا هوايي ډګرونو باندې د الوتکو راتګ محدودوي. د کېنېډا حکومت په ټولو هوايي کمپنیو دا کار لازموي چې د ټولو مساپرو جهازونو ته د ختلو وړاندې دې د دوي طبعې معاینه کوي.

جسټن ټروډو ویلي هیواد یې دغه سخت ګامونه د دې لپاره پورته کوي چې په کېنېډا کې ټول خلک خوندي وساتل شي.

ځانګړې ویډیوګانې

د ترکي صدر په انقره کې ځانمرګي برید ناکامه بللی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:47 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG