لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کېنېډا کې د پاکستاني نژاد کورنۍ څلور غړي وژل شوي، پولیس دا د مذهبي کرکې پېښه بللي


په حمله کې په هدف شوي کورنۍ په یو بیان کې د وژل شویو کسانو شناخت د ۴۶ کلن سلمان افضل، د هغه ۴۴ کلنې مېرمن مدیحه، د دوی لور ۱۵ کلنې یمنه او د هغې ۷۴ کلنې نیا په حېث وکړو. په حمله کې د زخمي ماشوم نوم نه دی څرګند کړی شوی
په حمله کې په هدف شوي کورنۍ په یو بیان کې د وژل شویو کسانو شناخت د ۴۶ کلن سلمان افضل، د هغه ۴۴ کلنې مېرمن مدیحه، د دوی لور ۱۵ کلنې یمنه او د هغې ۷۴ کلنې نیا په حېث وکړو. په حمله کې د زخمي ماشوم نوم نه دی څرګند کړی شوی

په کېنېډا کې یو تن د پاکستاني نژاد کورنۍ څلور غړي په خپل ټرک وژلي او یو بل یې زخمي کړی. پولیس وايي حمله کوونکي دغه تنان ځکه په نخښه کړي چې دوی مسلمانان وو.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د انټاریو صوبې په لندن نومې ښار کې د اتوار، يکشنبې، د ورځې په پېښه کې ککړ حمله کونکی پولیس ګرفتار کړی دی.

په نیول شوي تن الزام دی چې په وژل شوي او زخمي تنان یې قصداً په یو چوک کې په خپل ټرک وهلي دي.

د لندن ښار میر یا ښاروال اېد هولدر وویل "دا د مسلمانانو په ضد د قتل عام یو ګام و… چې رېښې یې په نا بیانېدونکي نفرت کې وې."

په حمله کې په هدف شوي کورنۍ په یو بیان کې د وژل شویو کسانو شناخت د ۴۶ کلن سلمان افضل، د هغه ۴۴ کلنې مېرمن مدیحه، د دوی لور ۱۵ کلنې یمنه او د هغې ۷۴ کلنې نیا په حېث وکړو. په حمله کې د زخمي ماشوم نوم نه دی څرګند کړی شوی.

د کورنۍ په بیان کې وویل شوو چې پولیس باید د کرکې او د اسلاموفوبیا یا د اسلام نه د نفرت په ضد ودرېږي. بیان وویل د حملې په لړ کې نیول شي تن د ترهګرۍ اقدام اخیستی ځکه چې هغه د یوې ډلې نه متاثر شوی او پکار ده چې ټوله ټولنه يې په ضد ودریږي.

د نیول شوي ۲۰ کلن تن شناخت د نېتېنیل وېلټمېن په نوم شوی او د څلورو کسانو د قتل دفعې پې لګول شوي دي. پولیس ويلي هغه د حملې ښکار کسان د وړاندې څخه نه پېژندل.

د پولیس د تحقیقاتي څانګې چارواکي پال وېټ ویلي دوی لا نه ده معلومه کړې چې وېلټمېن د کومې ډلې غړی دی او ای پي وايي هغه داسې کوم شواهد هم د وړاندې کولو نه ډډه وکړه چې حمله د کرکې په بنیاد شوي ده. خو هغه زیاته کړه د حملې منصوبه بندي د وړاندې نه شوي وه.

د پولیس مشر سټیون وېلیمز وویل "زمونږ یقین دی چې د حملې ښکار کسان د دوی اسلامي عقیدې بنیاد په هدف شوي دي."

ای پي وايي کېنډا په عمومي توګه د ټولو مذهبونو هجرت کوونکو ته هرکلی وايي خو په کال ۲۰۱۷ کې په کوبېک صوبه کې یو فرانسوي کېنډین په کوبېک په یو جومات په ډزو کې شپږ کسان ووژل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG