لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کېنېډې هغه سعودي مېرمن ته سیاسي پناه ورکړه چې ژوند ته د خطر له ویرې یې هېواد پرېښودلی


مېرمن رهف د تېر خالي، شنبې، په ورځ د کویت څخه تايي لېنډ ته رسېدلې وه او په اسټریلیا، برطانیه او کېنېډه کې یې د پناه خواهش کړی و

اتلس کلنه سعودي مېرمن رهف محمد القنون د تايي لېنډ څخه د کېنېډې په لورې روانه شوې ده. کېنېډې هغې ته سیاسي پناه ورکړه.

تايي مامورینو وویل رهف رهف محمد القنون د جمعې په ماښام د کېنېډې ټورانټو ښار ته روانه شوه.

مېرمن رهف د تېر خالي، شنبې، په ورځ د کویت څخه تايي لېنډ ته رسېدلې وه او په اسټریلیا، برطانیه او کېنېډه کې یې د پناه خواهش کړی و.

د کېنډې وزیر اعظم جسټن ټروډو مېرمن رهف ته د پناه کولو تصدیق وکړو او وې ویل چې خوشحاله دی چې رهف د پناه دپاره د کنېډې انتخاب وکړو. هغه زیاته کړه چې کېنېډا د نړۍ په کونج کونج کې د بشري او د مېرمنود حقونو په حق کې د ودریدو په اهمیت خبر هېواد دی.
تاتي لېنډ ته په رسېدو رهف محمد القنون ویلي وو که چېرې بېرته هېواد ته ولېږل شوه نو کورنۍ به یې ووژني.

د تايي لېنډ د هوايي اډې د هوټل د کوټې څخه هغې په انټرنېټ په یوه وډیو کې وویل چې "ځما کورنۍ ډیره سخته ده او د ویښتو په پرېکولو یې زه شپږ میاشتې په کوټه کې بنده کړې وم. زه ١٠٠ فیصد یقین لرم چې د سعودي جیل نه په وتلو به مې (کورن() ووژني."

په یو بل وډیو کې هغه لیدل کېده چې د هوټل په کوټه کې گرځي او وايي "زه ژوند کول غواړم."

مېرمن القنون د تايي لېنډ په هوايي اډه ځان د یو هوټل په کوټه کې بند کړی و. د تايي لېنډ مامورینو هغه په داسې حال کې ایساره کړې وه چې اسټریلیا ته یې تگ او هلته یې د سیاسي پناه غوښتلو اراده لرله.

په هوايي اډه د ایساریدو په وخت مېرمن القنون د ملگرو ملتونو د چارواکو سره د ملاقات غوښتنه وکړه.

تېره هفته د تايي لېنډ د امېگریشن یا مهاجرت پولیس مشر خبریالانو ته وویل رهف محمد القنون د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې یا یو این ایچ سي ار ته سپارل شوي ده. هغه وویل مېرمن القنون به په زور سعودي عرب ته نه لیږي.

مېرمن القنون د خپلې کورنۍ سره کویت ته تللي وه او د هغه ځای څخه یې ځان د خالي تايي لېنډ ته رسولی و.

تايي مامورینو مېرمن القنون ته په هېواد کې د داخلېدو اجازت نه ورکولو ځکه چې د هغې سره نه پېسې او نه هم سفري دستاویزات نه وو. هغه وویل سعودي او کویتي چارواکو ترې دستاویزات اخېستې دي. د انساني حقونو ادارې هیومن رایټس واچ د مېرمن القنون ددغه خبرې تصدیق کړی دی.

د هیومن رایټس واچ د منځني خیتځ مسول ماېکل پېج وویل تايي مامورین باند مېرمن القنون ته اسټریلیا ته د تگ اجازت ورکړي.

مایکل پېج په سعودي او کویتي مامورینو غږ وکړو چې رهف محمد القنون دې بیرته سعودي عرب ته نه ستنوي.

د انساني حقونو کارکونکي وايي سعودي عرب کې مېرمنې ډیر حقونه نه لري او د کورنۍ د نارینه غړي د بدرگې بغیر سفر هم نشي کولی.

په کال ٢٠١٧ کې سعودي میرمن دینا فلپېینز ته لاړه. په هوايي اډه د یو چارواکې په وینا د هغې لاس او پښې تړلې وې او خله یې بنده کړی شوي وه.

د انساني حقونو فعالان وايي مېرمن دینا بیا نه ده لیدل شوي.

XS
SM
MD
LG