لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کراچۍ یو عدالت د مريم نواز مېړه (ر) کېپټن صفدر په ضمانت د خوشي کولو امر کړی


د پاکستان سند ایالت کراچۍ ښار کې یو ځايي عدالت د پخواني وزیراعظم نواز شریف زوم او د مسلم لیګ ن ډلې یو مشر کېپټن صفدر په ضمانت د خوشي کولو امر کړی دی. د مریم نواز خاوند کېپټن ریټاېر صفدر په کراچۍ کې د قاېد اعظم په مزار د سپکاوي په تور نیول شوی وو.

د کراچۍ ښار یو عدالت (سټي کورټ) د ګل په ورځ ناوخته، کېپټن صفدر د یو لاک روپو په ضمانت د خوشی کولو امر کړی او نوموړی د بند نه خوشی شوی. یاد عدالت د دغه قضیې اورونه د روانې میاشتې ۳۱مې نېټې پورې ځنډولې ده. د عدالت لخوا د خوشي کیدو د امر وروسته د مسلم لیګ ن ګوند پلویانو په عدالت کې سیاسي نعرې وهلي.

د نواز شریف زوم د اتوار په ورځ په کراچۍ کې د تحریک انصاف حکومت مخالفه ۱۱ سیاسي ګوندونو اېتلاف پاکستان ډیموکرېټک مومنټ د جلسې وروسته د ګل په ورځ سهر وختي نیول شوی وو.

د دغه جلسې کوربه توب د سند ایالت حکومتي ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ کوو. د یادې جلسې وړاندې مریم نواز او د هغه خاوند کېپټن صفدر د خپلو پلویانو سره د قاېد اعظم مزار ته ورغلي وو،‌ چې په دغه مهال یې ٫٫ وټ ته عزت ورکړۍ٬٬ نعرې وهلې وې.

د پاکستان مسلم ليګ ن مشرې مريم نواز د ګل په ورځ ویلي وو، "پولیس په هوټل کې زما د کمرې دروازه ماته کړې او کېپټن صفدر يې نيولی دی".

په کراچۍ کې په بريګېډ پولیس تاڼه کې د وقاص احمد خان نومې تن په مدعيت کې د (ر) کپټن صفدر او هغه سره 200 کسانو پرضد مقدمه درج شوې چې صفدر او هغه سره کسانو پرون د قايداعظم د مزاد سپکاوی کړی او هغه ته يې د مرګ ګواښونه کړي دي.

د مریم نواز وياند محمد زبېر وايي، د فشار لاندې په صفدر مقدمه درج کړی شوې ده دوی د هغې مالومات رايو ځای کوي.

هغه وويل د سيند صوبې د وزیراعلی مراد علي شاه سره يې خبرې شوي او زیاته يې کړه دا عمليات د ریاست لخوا ترسره شوي او ډېر زر به يې دوی نور مالومات شريک کړي. د پيپلز ګوند د کراچۍ مشر سعيد غني وايي د صفدر پرضد مقدمه د پاکستان تحریک انصاف لخوا درج شوې ده.

د پاکستان تحریک انصاف د کراچۍ يو مشر خرم شېر زمان په ټويټر ویلي،

"الحمدلله اخر چې د لسو ساعتونو وروسته د مريم نواز او صفدر اعوان سره د 200 کسانو پرضد مقدمه درج شوه چې په مزار قايد کې غنډه ګردي کړې ده، په نوي پاکستان کې د قانون نه بر څوک نشته".

مريم نواز چې د مېړه سره د اتوار په ورځ کراچۍ ته د تحريک انصاف د حکومت د مخالفه ګوندونو د غورځنګ (پي ډي اېم) جلسې له راغلې، د قايداعظم مزار ته سره د ګوند د پلويانو ورغلي او صفدر د قايداعظم په مزار کې [ ووټ له عزت ورکړئ] نعرې وهلې وې.

په ټولنيزو رسنيو داسې ويډيو هم خپرې شوي چې د کراچۍ د هوټل نه کله پوليسو هغه نيولی په دغه وخت کې هم صفدر ووټ ته عزت ورکړئ نعره وهلې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG