لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کارلاټا ګال: زما کتاب به پوښتنې راپاروي


The wrong Enemy: America in Afghanistan
The wrong Enemy: America in Afghanistan
د امریکې معتبرې ورځپاڼې نیویارک ټاېمز خبریالې او لیکوالې کارلاټا ګال واېي په نوي کتاب کې د ځینو معلوماتو ورکولو په سر د پاکستان د حکومت او میډیا لخوا غبرګون ته تیاره ده. نوموړی دغه خبری د واېس آف امریکا ډیوه ریډیو سره په ځانګړې مرکه کې کړي.
د هغې نوی کتاب (The Wrong enemy: America in Afghanistan, 2001-2014 ) کې لیکواله میرمن ګال د ځینو چارواکو له خولې لیکي چې د پاکستان پوځي استخباراتي ادارې آېي- ایس-آېي (ISI) ته د ترهګرې ډلې القاعده وژل شوي مشر اسامه بن لادن د ځاېې ځایګي په اړه پته وه. کتاب کې وېل شوي اسامه بن لادن وزیرستان ته هم څو ځله تلی وو.
اسامه بن لادن د ژوند اخېري پنځه کاله د پاکستان د پوځي چهاونۍ ښار ایبټ اباد کې په یوه غټه بنګله کې تیر کړي وو. او هم هلته د امریکې د پوځیانو لخوا په ۲۰۱۱م کې د مۍ په دویمه نیټه وژل شوی وو.
د یوې پوښتې په ځواب کې کارلاټا ګال واېي ـ هغې ته معلومه ده چې څوک به د هغې په کتاب کې ورکړل شوي معلومات ردوي. خوا واېي ځېني نور خلک به په دغو معلوماتو بحثونه کوي. او خلکو ته به پته لګي چې د هغوي پوځي ادارې څه کوي. هغه زیاتوي: (او دا هغه څه دي چې هغ يې غواړي).
کارلاټا ګال په کتاب کې دا هم لیکلي چې د سیف الله اختر په نوم یو تن پخوانۍ وزیر اعظمه بې نظېر بهټو د آېي ایس آېي په وینا وژلې. او واېي د هغه وخت پوځي امر جنرال مشرف هم غوښتل چې خدایې بخښلې بې نظېر بهټو له مخې نه ډډې ته کړي.
د پاکستان پوځ او خارجه وزارت په کتاب کې د ورکړل شوو معلوماتو په اړه د نیو یارک ټایمز رپورټ رد کړې. او واېي دغه معلومات په مفروضو او ګنګوسو اساس لري.
د واېس آف امریکا ډیوه ناېله محمد د کارلاټا ګال سره د مرکې نور تفصیل وکیل خان وړاندې کوي. تاسو يې هم دلته اوریدې شۍ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG