د امریکې د پوځ مرکزي کمانډ سېنټکام مشر مايکل ايرک کوريلا ويلي، "د ایران پاسداران انقلاب، د القدس ځواک او ورسره اړونده ملېشې د عراق، سيمې او امریکا دپاره د مستقل ګواښ استازيتوب کوي".
سېنټکام په اېکس، پخواني ټويټر، د يوې جنګي الوتکې پورته کېدو ويډيو خپره کړې او د د مايکل ايرک کوريلا له قوله یې ويلي، "مونږ به خپل اقدامات دومداره وساتو، هر هغه څه به وکړو کوم چې زمونږ د خلکو د خونديتوب دپاره ضروري دي. مونږ به هغوی په ګرفت کې راولو څوک چې د دوی امنیت ته خطره دي".
د امریکې صدر جوبایډن د جمعې په ورځ اعلان کړی وو، چې په منځني ختیځ کې د درېو امریکايي عسکرو د وژل کېدو په جواب کې امریکې په شام او په عراق کې د ایران پاسداران انقلاب ځواکونو د هدفونو او اسانتیاو خلاف شروع کړې ده.
د وایټ هاوس د بیان ترمخه، صدر بایډن ويلي وو د هغه په امر امریکايي پوځي ځواکونو د جمعې په ماسپښین په شام او په عراق کې د پاسداران انقلاب ځواکونو او د پاسداران په ملاتړ د جنګېدونکو وسله والو په هدفونو حملې وکړې.
صدر بایډن وویل په امریکايي عسکرو د حملو په بدل کې "زمونږ جواب نن شروع شو. دا به زمونږ د خوښې په وختونو او په ځایونو دوام لري".
بایډن وویل امریکا په منځني ختیځ او د دنیا په بل کوم ځای کې جنګ نه غواړي خو دا واضحه کول غواړي چې هغه چا ته به جواب ورکول کېږي څوک چې د هغه په قول امریکایانو ته نقصان رسوي.
عراق په خپله خاوره د ایران په ملاتړ د جنګېدو مسلح ډلو په هدفونو د امریکې د حملو غندنه وکړه، د هېواد د "خپلواکۍ سرغړونه" یې وبللې او ویې وېل امریکايي حملې به د عراق او د سیمې نه بهر "تباه کوونکي" نتېجې ولري.
د عراق د وزیراعظم شیعه السوډاني ترجمان جنرل یحیا رسول د خالي، شنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل امریکايي حملې به د عراق او د سیمې د امنیت دپاره تباه کوونکي نتېجې ولري.
د شام سرکاري مطبوعاتو د جمعې په ورځ وویل په "امریکايي جارحیت" کې د شام په صحرايي علاقو کې او د عراق په پوله هدفونه ویشتل شوي دي چې له امله یې مرګ ژوبله شوې ده.
داسې ښکاري چې ایران د امریکايي بریدونو په اړه لا څه نه دي ویلي خو د روېټرز خبري ادارې ترمخه د جمعې په ورځ د ایران صدر ابراهیم رییسي وویل هېواد به یې جنګ نه شروع کوي خو که څوک یې "ویروي" نو سخت جواب به ورکوي.
په ټېلې وېژن نشر شوي تقریر کې رییسيي وویل "مونږ هېڅ جنګ نه شروع کوو لیکن که څوک غواړي چې مونږ ویروي نو سخت جواب به ترلاسه کوي.
تېره هفته په اردن کې په امریکايی پوځي اډه د ډرون حمله کې د درېو امریکايي ځواکونو د وژل کېدو او تر 40 پورې د نورو عسکرو د زخمي کېدو وروسته صدر جوبایډن په سیمه کې ایران سره د تړلو وسله والو خلاف د پوځي اقدماتو فېصله کړې وه.
Forum