No media source currently available
د بلوچستان سرحدی ښار چمن کې ځايي تاجرانو او خلکو د سرحدي پولې د بندیز پرضد نن مظاهره کړې او د حکومت نه یې د سرحدي لارې د ځايي تجارت لپاره د پرانستلو غوښتنه کړې. د پاکستان حکومت د تیرو دریو میاشتو راهسې د چمن او تورخم لاره د کرونا وایرس خوریدو مخنیوي په خاطر تړلې ده.