د بلوچستان اعلا وزیر د دفتر لخوا خپور شوي یو بیان کې ویل شوي چې په چمن کې په پاسپورټ د تګ راتګ پرضد روان احتجاج او د چمن تازه حال په اړه اعلا وزیر مير سرفراز بګټي ته نن د هغه په دفتر کې تفصيلي بريفينګ ورکړل شوی.
د سرکاري خبر تر مخه " د وزير اعلا له لوري جوړه شوې یوه کمېټۍ به نن د يک شنبې تر ماښامه پورې چمن ته ځانونه رسوي او هلته به له اړوند اړخونو سره ليده کاته او خبرې اترې کوي او په دې باب به د چمن سياسي ګوندونه هم په اعتماد کې اخلي".
د خبر تر مخه په کمېټۍ کې د صوبايي اسمبلۍ سپيکر عبدالخالق اڅکزی، د کورنيو چارو وزير مير ضياء لانګو، د صوبايي اسمبلۍ غړی ظفر اغا، د وزيراعلي پرنسپل سيکرټري عمران زرکون، ايډيشنل چيف سيکرټري داخله زاهد سليم او نور لوړ پوړي چارواکي شامله دي.
بل لوري ته د بلوچستان په پښتون ميشته سيمه چمن ښار د بيلا بېلو موبايل کمپنيو انټرنيټ له تيرې شپې څخه بند دي. ځايي خلک او احتجاج کونکي وايي، د حکومت په غوښتنه انټرنيټ ځکه بند شوی چې د پرلت والو او د چمن پر خلکو روان جبر او د احتجاج کونکو ږغ تر نړۍ ونه رسېږي.
د یوې موباېل کمپنۍ یو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط د وي او ای ډیوه خبريال نعمت سرحدي ته ویلي، "موږ خپل انرنيټ د پاکستان ټيلي کمينيکېشن اتهارټي په غوښتنه بند کړی، دا زموږ ځايي پريکړه نده."
وي او ای ډیوه پدې اړه د بلوچستان حکومت وياند شاهد رند سره د ټيلي فون له لارې د تماس نيولو هڅه وکړه خو تماس ورسره ونه شو. د انټرنيټ د بندولو په اړه انتظامي يا حکومتي اعلا چارواکو کوم دريځ ندی ورکړی.
د پرلت د کمېټۍ يوه مشر په یو بيان کې له موبايل له کمپنيو غوښتي چې دوی دې انټرنيټ ژر تر ژره خلاص کړي او دهړکه یې کړې که داسې ونه شي نو احتجاج کونکي به د دوی دفترونه وتړي او د هر قسم زيان زمه واره بيا کمپنۍ پخپله وي.
په چمن ښار کې د تېر کال د اکتوبر له مياشتې احتجاجي پرلت روان دی او له تيرې يوې اونۍ په دې احتجاج کې شدت راغلی. دا احتجاج د پاکستاني حکومت د هغې پريکرې پر ضد دی په کوم کې چې ويل شوي چې نور به د چمن ضلعې او د افغانستان د بولدک سيمې خلک د کرښې دواړو غاړو ته پر پاکستاني شناختي کارډ او د افغانستان پر تذکره تګ راتګ نه کوي او یواځې په پاسپورټ به د تګ راتګ اجازه وي.
د چمن سياسي او مذهبي ګوندونو، لغړي اتحاد او فعالانو د دې پريکړې د نه منلو اعلان کړی او ورځ تر بلې احتجاج په شدت کې زيات والی راولي. احتجاج کونکو له تيرې يوې اونۍ د کوټې چمن لويه لاره پر کوږک بنده کړې، په چمن ښار کې د پاسپورټ دفتر، د نادرا دفتر، د چمن چيمبر اف کامرس، سرکاري او غير سرکاري بانکونه تړلي چي لا هم هم بند دي.
له افغانستان سره د افغان ټرانزټ په ګډون هر ډول تجارت هم له تيرې يوې اونۍ راهسې بند دی. احتجاج کونکي تور لګوي چې د ايف سي ځواک له لوري پر پرلت والو تشدد او ډزې شوې چې پکې یو احتجاجي ملګري وژل شوی ډيری ټپي شوي هم دي.
ايف سي پدې اړه کوم دريځ ندی ورکړی خو د ډيوه د خبريال نعمت الله سرحدي په وينا ځايي انتظاميې د احتجاج کونکو پر ضد د هغې پېښې مقدمه درج کړې.
د چمن د پرلت یو غړي مولوي عبدالمنان و ډيوه ته ويلي، "ځکه مو اوس په سخت احتجاج لاس پورې کړی چې حکومت زموږ غوښتنې لا هم ندي منلې او نه حکومت پدې اړه سنجيده دی، که هم داسې وي نو موږ به نور سرکاري دفترونه هم د احتجاج په توګه وتړو"۔
Forum