لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارسده : بمي چاؤدنه کې شپږ پوليس او يو ماشوم وژل شوی


د پوليس موبائيل پوليوکمپائن کې حفاظتي ډيوټۍ له روان وو، چې د چاؤدنې ښکار شو
د پوليس موبائيل پوليوکمپائن کې حفاظتي ډيوټۍ له روان وو، چې د چاؤدنې ښکار شو

د خيبر پښتونخوا چارسدې ضلعې په سرډهېرو سيمه کې د پوليس په گاډي شوې بمي چاؤدنه کې شپږ پوليس او يو ماشوم وژل شوی دی ، پېښه کې نور ۱۱ کسان هم ژوبل شوي دي . د چارواکو په وينا ژوبلو کې اته عام وگړي او درې پوليس شامل دي .


د خيبر پښتونخوا د چارسدې ضلعې په سرډهېرو سيمه کې د پوليس په گاډي شوې بمي چاؤدنه کې شپږ پوليس او يو ماشوم وژل شوی دی ، پېښه کې نور ۱۱ کسان هم ژوبل شوي دي . د چارواکو په وينا ژوبلو کې اته عام وگړي او درې پوليس شامل دي .
د پوليس چارواکو په وينا د چارسدې په سرډهېروسيمه کې د پوليس موبائيل پوليوکمپائن کې حفاظتي ډيوټۍ له روان وو، چې د چاؤدنې ښکار شو . چارواکي وايې دا د ريموټ کنټرول چاؤدنه ده او چاؤدېدونکي بارودي مواد په سائيکل کې ځائې په ځائې شوي وو .
د چارسدې اسټنټ کمشنر سېف الاسلام پېښه کې د مرگ ژوبلې پخلی کړی او وئيلي يې دي ، چې د چاؤدنې له امله شپږ پوليس او ماشوم وژل شوی دی .
د پوليس چارواکو په وينا پېښه کې د درې پوليسو په گډون نور ۱۱ کسان ژوبل شوي دي . او ژوبل کسان د چارسدي هېډکوارټر او پېښور ليډي ريډنگ روغتون ته وړل شوي دي .
د روغتون د سرچينو ترمخه ليډي رنگ ته راوړل شوي ژوبل په مرگوني حالت کې دي .
د پېښې پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخستي .
د چارسدې ضلعې په مختلفو علاقو کې په تېرو دوؤ ورځو کې هم څلور لويې وړې چاؤدنې په داسې حال کې رپورټ شوي دي ، چې سيمه کې د پوليو کمپائن روان دی ، ولې په دغو پېښو کې زاني زيان نه دی رامنځته شوی او يواځې دوه کسان پکې ژوبل شوي وو .
له دې وړاندې هم څو ځله په چارسده ضلع کې د پوليو په ټيمونو بريدونه شوي دي ، او مرگ ژوبله يې اړولې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG