لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چارسده کې طالبعلم د غیرحاضرۍ په رټلو د کالج پرنسپل وژلی


د خیبرپښتونخوا په چارسده کې د دوولسم ټولګي یو زده کوونکي د خپل کالج پر پرنسپل ډزې کړي او وژلی یې دی. پولیسو د هغه په وژنه تورن زده کوونکی نیولی دی.

پر یوټیوب په یوه تازه خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي، چې پولیسو دغه زده کوونکی نیولی او سترګې یې ور تړلې دي. هغه اعتراف کوي چې پر پرنسپل یې ډزې کړي دي او له هیچا نه وېرېږي:

"...بار بار راته ښوولي دي چې قتل [یې] کړه، د الله په باره کې د چا ملامتګر له ملامتیا نه مه وېرېږه، مړ مې کړئ"

رپوټونه وایي، د چارسدې ضلعې په شبقدر سیمه کې د یوه شخصي کالج (اسلامیه کالج) پرنسپل سریراحمد د دوولسم ټولګي یو زده کوونکی فهیم څو ورځې وړاندې کالج ته په نه ورتګ رټلی وو او غوسه یې ورته کړې وه، دې کار هغه د پرنسپل په ضد پارولی وو

د کالج زده کوونکو ویلي، د پرنسپل په وژنه تورن فهیم په اسلام اباد کې د حکومت په ضد د لبیک یا رسول الله تحریک په احتجاجي ناسته کې برخه اخیستې وه او له کالجه غیرحاضر وو. له هغه څخه د غیرحاضرۍ پر سر د وژل شوي پرنسپل پوښتنو فهیم په قهر کړی وو.

پولیس وایي، د دوشنبې- سوموار په ورځ چې کله دغه زده کوونکی کالج ته ورغلی، نو د خپل ټولګي مخ ته یې پر پرنسپل باندې د توپنچې ډزې کړي او هغه یې ځای پر ځای وژلی دی.

تر پېښې وروسته سمدستي ملېشه سرتېري کالج ته ور رسېدلي دي، د پرنسپل پر وژنه تورن زده کوونکی یې نیولی او پولیسو ته یې سپارلی دی. د چارسدې د پولیسو مشر ظهور اپریدی وایي:

"په ۳۰-بور ټي ټي توپنچه یې پر پرنسپل ۶ ډزې کړي او هغه شدید زخمي شوی وو، بیا موږ شبقدر روغتون ته یووړ او هغوی دستي د پېښور لیډي ریډنګ روغتون ته منتقل کړ، خو هلته یې ساه ورکړه"

تر دې پېښې وروسته د کالج زده کوونکو او د سیمې خلکو احتجاج کړی دی. احتجاج کوونکو د څه وخت لپاره د شبقدر او مومند اېجنسۍ تر منځ غزېدلې لاره د موټرو پر مخ تړلې ده. دوی د پرنسپل په وژنه تورن ته د سختې سزا غوښتنه کړې ده.

سیاسي څېړونکي وایي، په پاکستان کې د مذهبي سخت دریځۍ خپرېدو پر عامو خلکو هم اغېز کړی او په ټولنه کې یې زغم له منځه وړی دی. د کالج یو استاد رحمٰن الله وایي، یو زده کوونکی چې خپل استاد وژني، دا په ټولنه کې د زغم د نشتوالي انځورګري کوي:

"مخکې به مو اورېدل چې دوښمن را پاڅېد دوښمن یې مړ کړ، خو چې یو طالبعلم او بچی را پاڅېږي خپل روحاني پلار [استاد] وژني، هغه هم داسې چې ښکاره وجوهات یې هم نه شته، نو دا زه د خپلې ټولنې ډېره غټه کمزوري ګڼمه"

د چارسدې پولیس مشر ظهور اپریدی وایي، د پېښې د پلټنې لپاره یې سمدستي یوه ځانګړې پلټونکې ډله هم جوړه کړې، چې پلټنې یې پیل کړې دي او دا مالوموي چې د پرنسپل د وژنې اصلي علت څه دی.

XS
SM
MD
LG